دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دسولې دمشورتي جرګې پېل اوپایله

‏2010‏، 01‏، جون‏، سه شنبه
وئيل کیږي چې دسولې مشورتي جرګه به سباپه کابل کی په داسې حال کی پېل شي چې دافغانستان جمهوررئيس ښاغلې حامدکرزې پکې خپله پېلیزه وئیناواوروي . دجرګې سازمانچیانولکه دخلق ددېموکراتیک رژيم په څېردپولیتخنیک لیلیه جرګه مارومیلمنوته خالي کړېده چې کېدای شي څلورورځې پکی وپالل شي . دې غونډې ته دکرزي ادارې دجرګې نوم ورکړې دې خودده دحکومت مخالفین ، نیؤکوال ، څارګراوسیاسي شنوونکي یې جرګه نه بولي بلکه دکرزي دادارې یوه ستره غونډه یې ګڼي اواستدلال کوي چې دیوې رښتینې جرګې وړتیانه لري ځکه چې زیاتره وربلل شوي ګډونوال هماغه پخواني رسمي اوغیررسمي چارواکي دي چې پخوادلویې جرګې په ستره خېمه کی لیدل کېدل . ددولت دباندې مخالفین اوپه دولت کی اپوزیسیون ټول بېله بېله شکه دهیڅ نتیجې هیله تری نه لري خوله ولایتونوڅخه په وربلل شؤو دولتي پلویانوکی هم داسې کسان شته چې په کابل کی ددغې جرګې په جوړېدونیوکې کوي . ددې جرګې رسمي نوم « دسولې مشورتي جرګه » غوره شوې دې خوخلک پوښتنه کوي چې که ددولت مخالفینوته بلنه نه وي ورکړشوې اویاهغوی دکرزي دحکومت بلنه نه وي منلې نوددې جرګې ګډونوال به په څه اوله چاسره مشورې کوي ؟ ایا ددوی مشورې به کوم ځای ته ورسیږي اوکومه ډاډمنه نتیجه به ولري کنه ؟ دحیرانتیاخبره لاپکی داشوېده چې پرته له دولتي تلوېزیون اوژورنالیستانوڅخه به خپلواک افغان تلوېزیونونه اوژورنالیستان اجازه ونه لري چې دجرګې له خېمې څخه سیخ راپورونه جوړکړي . زیاتره خلک داسې ګومان لري چې ددې جرګې موخه به په افغانستان کی دسولې دچټک راتګ لارموندنه نه وي بلکی دواشنګټن څخه وړل شوې ناڅرګنده سناریوبه په یوڅرګندتیاترکی تمثیل ته وړاندی شي اوپه ترڅ کی به په تېرواولسمشریزوټاکنوکی دښاغلي کرزي بونجۍ شوې سیاسي ابروته یوه خټينه پوزه هم ورجوړه کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه