دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دظلم اوزورمذهبونه اوسیاستونه نورنشوزغملې

دالومړې ځل نه دې چې په افغانستان کی یومسلکي شخص قتل کیږي بلکې هره ورځ زیاتره خبرونه داوي چې نن لس کسه په دې ولایت اوشل کسه په هغه ولایت کی قتل شؤل اوددې وژنومسؤلین اوقاتیلان به یایرغلګرځواکونه وي ، یابه دګوډاګي دولت اردواوپولیس وي ، یابه دشمالي غلواوبداخلاقومسلحې ډلې وي اویابه وربوځتړلي طالیبان وي . قاتیلان اوجنایتکاران معلوم دي خوقربانیان نه دي معلوم ، بس خونخواروته چې هرڅوک په لاس ورغې اودهرچاسرورته اسان په لاس ورشي ، تحقیق ، قضاوت اوپوښتنه نه شته ، وینه یې بهوي . داسې څوک شته چې مونږته په اسلام کی داسې ثبوت رامخته کړي چې ظلم اوقتل ښه کارونه دي خوعلم ښه کارنه دې اویانجونې اوښځې علم نشي کولای چې بیایې ورسره ومنوچې رښتیادنجونومکتبونه روانه دي ؟ آيا داسلامي پوهې دپاره سوادضرورنه دې ؟ که چېرې علم په نراوښځه فرض وي اودحصول لپاره یې چین ته تګ هم رواوي نوبیاداکافران څوک دي چې په خپل هیوادکی دعلم اوپوهې مخه نیسي ؟ دابې وجدانه ظالمان څوک دي چې دنجونوپه ښکلومخونوتیزاب پاشي اویایې په ښؤنځیوکی مسموموي ؟ ولې نه رسواکیږي اوولې نه مجازات کیږي ؟ مونږدعلم اومسلک له دوښمنانوڅخه ځواب غؤاړو، یابه داسلام اوشریعت په رڼاکی افغان ولس ته ثبوتونه وړاندی کوي چې په کوم ایت ، کوم حدیث اوکوم کتاب کی ذکردي چې دښځواونجونوتعلیم حرام دې ، ښؤنځۍ یې بایدورانې شي ، تېزاب یې په مخونووشیندل شي ، مسمومې شي اوترورشي ؟ که دانه وي اوثبوتونه هم نشي وړاندی کؤلای نوبیاخواصلي منافقین ، شراچوونکي اوکافرهغه څوک دي چې دخدای (ج) اودهغه دپيغام راوړونکي نبي (ص) سونت نه مني .
مونږدکندزپه ولایت کی دعامې روغتیاوژل شوې رئيس هیڅ نه پېژنواونه راته دااهمیت لري چې په کومه ډله پوری یې تړاودرلود، څه چې زیات اهمیت لري هغه مسلک اوکاردې نوځکه داسې ناځوانه اوبې غېرته مرګونه دټول افغانستان په عام المنفعه تأسیساتوکی په کلکه غندواومجرمانوته دچوک پرسراعدام غواړو. افغانستان ته یومعلم ، ډاکټر، انجینیراوژورنالیست دومره په اسانۍ لاس ته نه ورځي لکه کورني اوبهرني لیوني ټوپکوال یې چې تری اخلي . داهیوادیواځې په ټوپکونونشي جوړېدې اونه ساتل کېدای شي ترڅوچې دهیوادمسلکی اوتعلیم یافته قشرورته تدبیري ، اقتصادي اومادي دېوالونه اودروازې جوړې نه کړي . خپلواک اقتصاددازادۍ اوخپلواکۍ بنسټ دې اودابنسټ هیڅکله بې سواده ټوپکوال نشي جوړولای دغه رنګه دټولنې معنوي جوړښت دښؤنکو، لیکوالانواوژورنالیستانودنده ده اودوی پری پوهیږي ، دغره بلاګانې اوځناوردانشي جوړولای نوځکه دهیوادپه شتمنیوکی دتعلیم یافته اومسلکي شخصیتونوونډه اوارزښت ډېرزیات دې چې په افغانستان کی یې ټوپکوال ترپښولاندی کوي . که په دې خلکوکی نیمګړتیاوې اوخیانت پيداشي بایددقانون اوانساني عدالت اوانصاف په اصولواصلاح اویامجازات شي نه دیوه وحشي ټوپکوال په مرمۍ . له بده مرغه داسې بې مسؤلیته اوبې غېرته قتلونه دکفراواسلام اوهمدارنګه دکمونیزم ، اخوانیت ، طالبیزم ، نژادپرستۍ ، دیموکراسۍ اووطنپلورنې په مرداروذهنیتونواودهغوی په مرداروګټواوهدفونوروان دي اوتراوسه پورې یې دمیلیونونوافغانانوژؤندتباه کړې دې ، هیوادیې دمشرانواومسلکي کادرونوڅخه محروم کړې، افغان مېرمنې یې کؤنډې کړي دي اودوږوتږویتیمانوشمېریې زیات کړې دې . درې لسیزې تېرې شوې چې بې وجدانواوشراچوونکوملحدو، مذهبي اوشیطان صفتووسله والوډلو، په نوم چارواکواودغلاموعقایدوسپوخپلومرداروعملونوته خاتمه ورنه کړه بلکه اوس هم لګیادي په بې وجدانۍ اوبې غېرتۍ دهیوادبېخ اوبنیادونه نړوي . دولت اومخالفین دواړه خائينان ، مجرمان اوجنایتکاران دي ، دواړوهیوادپلورلې اودواړوافغانستان دفاشیزم اوانارشیزم په منګولوکی ښکېل کړې دې . افغان ولس ددې ناسوررنځ دورکېدودپاره بله هیڅ لاره نه لري پرته له دې چې ملي پاڅون ته بډې ووهي اوخپله خاوره ، شتمني ا وعزت په خپله خوندي کړي . مونږیوځل بیاپه واضحه توګه دداسې ناولوکفري عملونواودعامیلینواومجرمانوسره خپله ژؤره کرکه اوجګړه اعلانوو.

 
لعنت دې وي پرکورنیواوبهرنیوقاتیلانو، خائنانواوزورواکانو

مخ په وړاندی دانصاف ، عدالت ، ورورلۍ اوترقۍ په لوري

تل دې وي ګران وطن افغانستان

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه