2010، 10، فبروری، چهار شنبه
یوځل بیا په هغه ولایت کی چې هرافغان به په مینه ورته (هیل مند) وایه ، دماشینګړوپه میلوونوعملیات پېل شؤي دي . په دغه ډاګیزولایت کی دتېرو۹ کلونوراهیسې کله داژدها په نوم ، کله دزمري اوکله طوفان په نومونوفوځي عملیات سرته رسېدلي دي اوداځل چې ورته نورې وسله والې جوپې هم وررسېدلي دي ، کوم نوم هم نه لري نوهغه دفارسي په متل چې وایي: اګردیدبازي واګرندیددزدی ، دکامیابۍ اوناکامۍ وروسته به نومونه ورکړل شي . دشرم خبره هلته وه چې دګوډاګي رژیم یوفارسیوان جنرال چې ځان یې شیرمحمدځاځې معرفي کړ، داشغالګروفوځونوپه منځ کی په ډېرفخرووئيل چې زمونږدوستان عملیات پېلوي چې زمونږله خاورې تروریستان نابودکړي . أی ، کاش هغوی په رښتیا دتروریستانودنابودولولپاره راغلي وای اولومړې یې په کابل کی رسمي تروریستان نابودکړي وای اوبیا پسې دشتواوصحراګانوته وتلي وای اوهلته یې بیاباني غله اودلاروشوکمارهم نابودکړي وای . داسې دخېرکارخوپه تیرو۹ کالوکی نه دې شوې نونوره به کومه هیله ورپوری وتړل شي ؟ اوس دلیوني بوش وخت نه دې چې دجهان خلک په ښامار، زمري اوخرش پرش وډاروي ، اوس وخت دحساب اوسالم قضاوت دې . داسې پوښتنو ته باید په جګړوکی دخیل ټوپکوال ځواب ووایي چې په یوه شګلن ځای باندی انګرېزان اوامریکائيان ولې دومره عملیات کوي ؟ هلته ولې دومره قوي مقاومت روان دې ؟ هغه کوم پټ رازونه دي چې دهیلمندپه څېرشګلنودشتوته یې دومره نړیوال اهمیت ورکړې دې ؟ ایا هلته دشګولاندی خزانې پټې دي ؟ که هلته جنګي اووسله والې ازموینې کیږي ؟ أیا دغه بې څښتنه دشتې خوبه دنړۍ والومافیایي ، داسلحودوکانداري اودمخدره موادودقاچاق مرکزونه نه وي ؟ أيا هلته په صحراوکی خوبه اتومي اسلحې نه وي نصب شؤي ؟ أيا له دغودشتوڅخه خودفضایي اهدافولپاره کارنه اخیستل کیږي ؟ که په رښتیا داسې څه نه وي نوهلته نورداسې څه شته چې خارجیان اوطالبان ورباندی سرونه ورکوي ؟
ولې ددښتوخلک مجبوریږي چې خپلې کېږدۍ اوخټين غارونه پرېږدي اووتښتي ؟ دالویه دسیسه ده خومونږیې په موخه لانه پوهیږوو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر