دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دایمان تله

‏2009‏، 25‏، ډیسمبر‏، جمعه
که غؤاړۍ چې خدای، ځان اوجهان وپېژنۍ ، علم اوپوهه حا صل کړۍ
ځکه چې دخدای کتاب اوارشادات پوهې اوعلم ته اړتیالري ، په الهي ارشاداتوپوهه ضرورده بلکه فرض ده ځکه چې الهي ارشادات دبنده ګانودلارښؤنې اوپوهنې لپاره راستؤل شؤي دي . کله چې علم حاصل کړۍ نودخدای په وړاندی به ځان دیوپوه بنده په توګه هم درڅرګندشي اودهغه ذات له نعمتونواومخلوقاتوبه خبرشۍ ، دیوه بنده فرایض اومصؤلیتونه به وپېژنۍ . په تاسوخدای خپل نعمتونه په مختلفوډؤلونولؤرؤلي دي اوددې لپاره چې دنعمتونوپه ارزښت اوخؤندپوه شۍ ، خدای درته دعلم ، پوهې ، درک ، فکر، تحلیل ، شکراوتسلي عقل اوشعووردرکړې دې اومعلوم اوثابت اختیاریې درکړې چې دااختیارپخپله خؤښه وکاروۍ اوتاسویې ډاډه کړي یاست چې دعقل اوفکرپه سبب له نورومخلوقاتوڅخه لؤړحیثیت لرۍ یعنې اشرف المخلوقات یاست . الله تعالی پخپله لوی عالم ، لوی دانا ، لوی ساتونکې ، لوی لارښود، لوی پالوونکې ، لوی بخښونکی ، لوی رحیم اولوی رحمن دې ، هغه ذات له جاهل ، بې عقل ، کاذب ، ظالم اوقاتل سره په هیڅ صورت نه راضي کیږي . دجزاپه ورځ دچادابهانه نه قبلوي چې زه نه پوهېدم ځکه چې علم می نه درلودنوالله به ورته ووایی چې ماستاسودپوهې لپاره علم فرض کړې و، ماتاسوته فکراواختیاردرکړې و، ماتاسوته قران دراستؤلې و، تاسوولی جهالت غؤره کړ؟ په یقین سره چې ددې پوښتنې ځواب به هغه چاته ډېرسخت وي چې خپل ژؤندیې په بې علمۍ ، ناخبرۍ ، ناپوهۍ اوجهالت کی تېرکړې وي . دانسان ژؤندپخپله یوه لویه تحفه اولوی نعمت دې ځکه چې نورهرڅه په ژؤندکی پېژندل کیږي، هغه کسان چې دخدای تحفه اونعمت نه پېژني ، شکرپری نه باسي اونه یې قبلوي اویا تری نفرت کوي ، داسې خلک دخدای له پېرزواوشفقت څخه انکارکوي اودبخښنې وړبه نه وي . ژؤنداواخرت په حقیقت کی یوشې دې ځکه چې دواړه ژؤنددې ، ددنیا داموقتي اوامتحاني ژؤنددې ، یوشرط دې اوپه دې شرط ابدي ژؤندترلاسه کیږي نوکه څوک دخدای امتحان شرط اوتحفې ته غاړه نه ږدي، سرکشي تری کؤي ، معنی داچې دابدي ژؤندپرواهم نه لري . هم موقتي دنیایي ژؤنداوهم ابدي اوخروي ژؤنددلوی خدای تحفې دي چې خپلوبنده ګانوته یې په شرطونووربخښي ، داداسې تحفې نه دي چې یوبنده یې واخلي اوبل ته یې ورکړي او یایې له بله په زورواخلي ، بلکه یوخدای ددې اختیارلري . هغه څوک چې له بل بنده څخه موقتي یادنیایي ژؤندواخلي ، الله به ورته ابدي ژؤندورنه کړي یعنې دوزخ چې ژؤندنه دې هغه به ورکړي خوجنت چې ابدي ژؤنددې هغه به نه ورکؤل کیږي ، نودخدای په کاروونوکی شیطاني عملونه مه خؤښؤۍ ، هغه څه بایدوکړۍ چې هغه ذات درته أمرکوي اوپه هغه خؤښيږي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه