دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

په پوښتنوکی پوښتنې


لیکنه : واحدمشواڼې
‏2009‏، 26‏، آگسټ‏، چهار شنبه


ایارښتیاهم ښاغلي ډاکټراشرف غني دحامدکرزي اوعبدالله عبدالله سره په ۵۰۰ میلوني انتخاباتوکی ماتې وخؤړه ؟ أیاهرڅه دانتخاباتودآخري رایې سره پای ته ورسېدل ؟
نه ، زه خووایم نه ښاغلي اشرف غني ماتې خؤړلې اونه مبارزه اومجادله پای ته رسېدلې بلکه دفاسدواوملت دوښمنومجرمانودمخنیوي لپاره دروڼ اندواوپوهې دڅښتنانودیوه ځؤاکمن ټيم دجوړېدودندې پېل کیږي اوداهغه رضاکارټيم دې چې ښاغلي اشرف غني یې پاکې رایې خپلې کړې دي . دکابل په اداري قوماندانۍ کی به دفاسدو، سړي تښتوونکواوغلوپه پاتې کېدو۵۰۰ میلیونه ډالره اویازیات لګېدلي وي خوآیا څه دپنځه سوه ډالرورښتیانې أرزښت هم لري کنه ؟ ددې پوښتنې ځواب ښکاره دې اوراشۍ چې دمشروعیت اورښتینولي دلیلونه یې ولټوو . د(۳۰) میلیونووګړوڅلورمه برخه هم په انتخاباتوکی شریکه نه شوه ،خوبیاهم که فرض کړوچې دټول نفوذ څلورمه برخه په انتخاباتوکی برخواله وه نوپه دې حساب به یواځې ۲۵ ٪ وګړورایه أچولې وي چې غؤڅ اقلیت دې اویواقلیت ددیموکراسۍ دشرطونوسره نه برابریږي . دغه رازددیموکراسۍ اصول دادي چې دملي مسائيلوپه هکله به دوګړوداکثریت رایه ترلاسه کیږي نوبیابه یوه فیصله قانوني اومنطقي پړاوته ورننوزي . هغه نظام اوقوانین یې ددیموکراسۍ دپرنسیپونوسره برابریږي چې دیوه هیواددوګړودغؤڅ اکثریت په خؤښه اورایورامنځته شوي وي . ازادانتخابات چې ددیموکراسۍ بنسټ دې ، روبنایي مسائيل داکثریت په فورمول قبلوي اوپرته له دې اصله یې نفی کوي . په داسې هیوادکی لکه افغانستان چې دټولووګړوڅلورمه برخه هم په انتخاباتوکی ترشک لاندی وي اوبیاهمدغه اقلیت دپيسواومقام په زوریوه ځانګړي کاندیدته په رایوورکؤلواړکیږي ، دانتخابي پروسې روڼوالې اودانتخاباتومشروعیت په کوم منطق ، قانون اواصولودمنلووړوي ؟ مونږولیدل چې یوبرحاله دولتي مشر دولتي ارګانونه ، دولتي چارواکي اودولتي وسائيل دځان په ګټه وکارول اوپه نامشروع اوفریبي توګه په خپله دنده پاتې شو. هغه په دې کار دقانون اوددیموکراسۍ له اصولوسرغړونه وکړه نوکوم عاقل اوسالم انسان به دارنګه رایې اوټاکنې ومني ؟ هغه سړې چې له ښه نومه زیات په بدنوم مشهورشوې وي ، په راتلونکوپنځوکالوکی به افغانستان ته ۵۰۰ ملیارده ډالرتاوان ونه رسوي ؟ که انتخابات دداسې خائنانواومجرمانودمخنیوي یوچانس ونوهغه خوله لاسه ووت ، اوس بایدڅه وشي ؟ دانواوس دهغولؤستواوروڼ أندودنده ده چې خپل مخالفت اومبارزه څنګه مخ پروړاندی بیایي . ددې اړین اوملي خؤڅښت لپاره اوس داسې ټيم وجودلري چې دښاغلي أشرف غني ملاتړته په رضاکارانه اوطبیعي توګه شته شو. مونږدهرچاسره دامنووچې په داسې هیوادکی چې ۸۰ ٪ خلک یې دسوادله نعمته محروم وي ، هلته لؤستي اوروڼ آندي په أقلیت کی شمېرل کیږي اوپه داسې مواقعولکه انتخابات ، هم ډېرې رایې نه لري خوسره له دې داهغه أقلیت نه دې چې لؤړکیفیت نه لري اویایې دپوهې اومهارت په ځواک ډاډنه شي کېدای بلکه په افغانستان کی دپوهې اومهارت اکثریت همداروڼ أندي اولؤستي دي ، دوی دهیواددمسلکي کدرونو یواځينۍ خزانه اوشتمني ده چې ارزښت اوقوت یې خورازیات دې ، دافغانستان غؤڅ اکثریت ددوی مرستوته اړدې . له بده مرغه په افغانستان کی دبې سوادۍ سطحه ډېره لؤړه ده ، مونږبه خؤښ وای چې لږترلږه مودخپلوګاونډیانوترمنځ ترټوکم لؤسته هیواد، پاکیستان سره برابروای . کاش چې زمونږخلک په دې هم خبروای چې ددوی په مقدسه قبله کی هم په سلوکی (۸۸ ) نراوښځې دسواداوعلم په دولت ویاړمن دي ، کاش په دوی کی هم دومره اسلامي جذبه وای چې ځانونه یې دخپلې قبلې دخلکو(صعودي عربستان ) سره سیال کړي وای برعکس ، په افغانانواوپه تېره په پښتنوکی هغه دګؤتوپه شمېرتعلیم اخیستوپښتنوارزښت اوتحفظ نه شته اویوجاهل اوبې احساسه راپاڅي اودیوه عالم سرورغؤڅ کړي . که څه هم له بده مرغه دلؤستواوروڼ أندوشمېرپه افغانستان کی ډېرکم دې خوسره له دې دا وړه ډله په خوراګرانواوسختولارو دخپلې پوهې مقام ته رسېلې ده اوخپل مسلکي اوفني مهارتونه اولاسبریانې یې په کړاوونواوأزموینولاس ته راوړي دي اودا لؤستي اوروڼ أندي دي چې دټولنیزژؤند په هراړخیز جوړښت ، پرمختګ اوپائښت کی مخکښ رول لري نوځکه هيڅ یوه ټولنه اودولت پرته ددوی له مرستې نشي چلېدلې . ښاغلې أشرف غني په دې بریالې شؤې چې ددې ارزښتناکواوخورامهمورضاکاروملاتړترلاسه کړي نودوی ته سخته هم نه ده چې دارښتینې ټيم په یوه سیاسي اوکاریزچوکاټ کی متحداومخ پروړاندی روان وساتي اوداځل دیونه ماتېدونکي أپوسېسیون په توګه خپل سراوغږاوچت کړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه