دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

کوچنې اخترپه آرګ کی

دافغانستان زوړجمهوررئيس دخپلوڅرګندوانډيوالانوپه منځ کی په داسې حال کی لمانځه ته ودرېدچې صبغت الله مجدیدي یې څنګ ته دسناددفترپه چوکۍ ناست لیدل کېده . په لنډکوصفونوکی دنېکتایي خلک هم نه ښکارېدل چې سړې ورپسې څه ولیکي خویوڅوأخواديخوادوسلوسره تاوېدل راتاوېدل ، نورټول هماغه څهرې وې چې دچازړه پې نه خؤږېده . تاسوبه فکرکوۍ چې ګنې مونږبه دخدای دربارته په پټ ځای کی راټول شوي ټول کسان له نيږدې لیدلي وي ! چېرې مونږبې وسلې سپېره اوچېرې هغه غوړوسله وال! مونږهغه دري کنسترکشن په تلوېزیون کی ولیدل چې کله یې لمونځ خلاص کړنوحامدکرزې صاحب دحضرت صاحب په لاسونوورپرېوت اودهغه داستخارې په درنښت یې لاسونه ورماچ کړل ، بیا دیوڅوکسوفوځيانودګارډمخې ته ودرېداوپه لؤړاوازیې ورناره کړه : ستړي مه سۍ ! مونږفکرکاوه چې فوځيان به په ځواب کی ورته ووایي : کرزې صاحب ته ستړې مه شې . خوددې په ځای یې ورته ووئيل : ژؤند، ژؤند . والله که رښتیاووایونومونږ ته خوکه څوک زرځله هم (ژؤند- ژؤند) ووایي ، چرت موپری نه بدلیږي خوکېدای شي دښاغلي کرزي لپاره به څه معناهرومرولري .

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه