دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دهغې ورځې په یادچې ویاړيې نشي هېرېدې

لیکنه د: واحدمشواڼي
‏2009‏، 18‏، آگسټ‏، سه شنبه

ګرانوهیوادوالو!

مونږبایدوویاړووچې په مونږکی داسې ملي اتلان ووچې مونږته یې دغلامۍ پېغورنه دې پريښې اودازادۍ اوخپلواکۍ سره په ټينګه مینه یې روزلي یو. مونږهغه ویاړلې اوځانګړې تاریخي ورځ نشوهېرولې چې زمونږمشرانوپری سرونه ورکړي دي . په امریکاکی ماپه خپلوسترګوولیدل چې امریکایان څومره دخپلوملي ګټوپلویان دي اوپه څومره ولولودخپلې ازادۍ ورځ لمانځي . دوی ترهربل چازیاته ناسیونالیستي روحیه لري اوخپل نوې نسل هم په ملي روحیه روزي . دلته چې څوک ددې هیواددطابعت لپاره غوښتنلیک ورکړي اوومنلل شي نوقسم ورکول کیږي چې دې هيوادته به وفاداروي اوهغه څوک چې دامریکا سره دوښمني وښۍ ، له ډېروامتیازاتواوحقونوڅخه محرومیږي خوزمونږپه هیوادکی ددغه هیواددوښمنان ځانونه ولسمشرۍ ته کاندیدوي . زمونږپه هیوادکی داسې خلک هم وواوشته چې دازادۍ اوخپلواکۍ له نوم څخه لانفرت لري اودروس اوامریکې لپاره په ملي شتمنیو، ملي ویاړونو، ملي نوامیسو، ملي ګټواوملي تاریخ پښې ږدي اوداهرڅه ورته ټوکی ښکاري خودخدای شکردې چې دافغان ولس په وړاندی ددرېدوځواک نه لري اودګوتوپه شمېریوځای اوبل ځای باوتاوکړي خوبیا په سوړوننوځي اوترڅه وخته ورک شي . مونږهم پکی دومره چرت نه وهوواودخپلوویاړلواتلومشرانویادؤنه اوستاینه ژؤندۍ ساتو.
۹۰ کاله مخکی یوداسې شاهزاده دخپل هیواداوملت دامان سبب وګرځېد چې دکلک عزم ، مېړانې ، فکراوپرمختګ سترمخکښ او داستعماراواستثمارسره کلک مخالف و. داسترافغان اعلاحضرت غازي امان الله خان و. کله چې دې دافغانستان پاچاشو، انګریزي شیطاني استعمارچیانوخپلې ګټې په خطرکی لیدلې ځکه چې داشاهزاده أن هغوی دځوانۍ په وخت کی څارلې وچې یوقاطع اودانګریزي استعمارسره نه پخلاکېدونکې ځلمې ونو . دامان الله خان څخه پخوادانګرېزانوسیاسي چلونه داسې ووچې دافغانستان پاچاهان به یې په خپل قام اوکورنۍ کی سره بېلول ، اوهغه ورونه یاتربوران چې دانګریزي استعمارسره به نیږدې کېدل، دافغانستان دپاچاهانودډارولواوترکنترول لاندی ساتلولپاره به یې له ځانه سره ساتل اودضرورت په وخت کی به یې پرافغانانوورتپل چې ښه بېلګه یې شاه شجاع ښودلې شم . ځيني افغانان دانګرېزانوپه شیطانت دامیرعبدالرحمن خان په وخت کی پوه شوي ووخودهغوی سره داسې تدبیرنه وچې په مرسته یې دانګریزي عزایمومخنیوي وکړي . له بله پلوه امیرعبدالرحمن خان کوښښ کاوه چې افغانستان یوموټې وساتي اوپه دې توګه استعمارچیانوته دیرغلونواوفسادخپرولوموقع په لاس ورنه کړي . ده په خپلوسختیوډېرخلک له ځانه خفه کړي وواوځينې یې اړکړي ووچې هیوادپریږدي ، دعبدالرحمن خان سره دهیواددملي اګاهۍ ، علم اواقتصادي ودې لپاره هم اندېښنه نه وه نوځکه هیواددانګرېزپه وړاندی په هره ټولنیزه برخه کی کمزورې واویواځې دده په استبداداووچ زورچلېده . د عبدالرحمن خان د مړینې وروسته دهغه مشرځوی ، امیرحبیب الله خان دافغانستان امیرشواودده په مقررۍ انګرېزان خؤښ ووځکه یې دامیرپه توګه ومانه . دې دخپل پلاردمزاج خلاف ، زړه سواندې ، ترقي خؤښوونکې اودسړې طبعې څښتن و. دامیرحبیب الله خان په دوره کی ځينې لومړنۍ ښوونځۍ ، روغتونونه ، لویې لارې اوحربي پوهنتون جوړشؤل . دافغانستان په تاریخ کی لومړې ځل دسراج الاخبارپه نامه خپرونې پېل وکړ ، دده دحکومت په اخري کلونوکی لومړۍ نړۍ واله جګړه هم ونښتله ، ترکیې دانګرېزانوپرخلاف دجرمنیانوملاتړوکړخوامیرحبیبالله دخپل هیواددبې طرفۍ اعلان وکړاوپه دې توګه یې په هند کی دانګرېزانواندېښنه ورکه کړه اوانګرېزانوته یې موقع ورکړه چې هندي عسکردجګړې لپاره اروپااوداسیامختلفوسیموته واستوي ترڅودجرمنیانواوترکانوپرخلاف وجنګیږي . کېدای شي دامیرحبیبالله خان دقتل سترعلتونه هم داوي چې ده دانګریزي استعمارسره په هندوستان کی مرسته وکړه ، استعمارته یې ځواکاو اوږدژؤندورکړاوداسلامي هیواد، ترکیې په ټکولوکی یې انګریزانوته برلاسې ورپه نصیب کړ. دامیرحبیب الله خان په انګرېزپالنې اودترکیې هیئت له کابل څخه ناهیلې کؤل اوپه جګړه کی دمسلمانوترکوملاتړنه کول دپښتنوډېرځواکؤرسرداران هم له دې امیرڅخه ناراضه کړي وواوښایې چې دحبیبالله قتل ددې هرڅه پایله وي . دې چې هرچاقتل کړخوموقع یې دې ته مساعده کړه چې یوضدانګریزي خؤزښت رامنځ ته کړي ، له بلې خوالومړۍ نړۍ واله جګړه دانګرېزانوپه ګټه پای ته رسېدلې وه اودغه بریاانګریزي استعمارچیان نورهم غره کړي ووچې خپل أمرونه په زورپه هرچاومني . دوی دجګړې نه وروسته دهندوستانیانوغوښتنوته چې دخپلوقربانیوپه بدل کی یې له انګرېزانوکړې وې ، انګریزي استعمارچیانونه یواځې اعتناونه کړه بلکه هندي مشران یې هم زندانونوکی واچؤل اودې کارپه هندوستان کی اغتشاشونه راوپارول . دهندي ازادي غوښتونکواغتشاشونوهغوپښتنوسردارانوته موقع هم په لاس ورکړه چې دانګرېزدقبضې اوبادارۍ خلاف ووترڅودداسې یوامیرپه ملاتړودريږي چې په اهدافواوعزمونوکی یې یووالې لیدل کېده . داسړې امیرامان الله خان و، کله چې دې امیرشونوانګرېزانوته داښه زېرې نه واوداچې په جګړه کی نړۍ وال فاتح هم وو، دافغانستان په څېریوکمزوري هیوادسره په ډغره هم اندېښمن نه وواودحملې لپاره یې چمتووالې پېل کړ. ددې په وړاندی امیرامان الله خان دهیواداوسیمې حالات تحلیل کړي ووچې له یوې خواکه انګرېزان په ډېرغرورحملې اوجګړه ته تیارې نیسې نوله بله پلوه په هیواداوسیمه کی دانګرېزانوپرضدقوتونه هم راپارېدلي وواوأمان الله خان یې ډاډه کاوه چې که عسري فوځي وسایل اوزیات عسکرهم ونه لري ، دټينګ عزم مجاهدین اوفدایان ورسره دي نوځکه دمغروروانګريزي استعمارچیانوپرخلاف یې دجګړې اعلان وکړاودقبائيلي سیمونه یې دمرستې غوښتنه وکړه ، جګړه دقبایلوله سیموڅخه پېل شوه ، په جلال اباداوکابل باندی انګرېزانوهوایي بمبارۍ وکړې خوډېرژرپه وزیرستان کی وزیروانګرېزي فوځونوته سخت کړاوونه ورپېښ کړل ، دغه رازپه بلوچستان کی جنرال عبدالقدوس خان د کؤټې اوچمن انګرېزانوته دماتې ګواښ پيداکړاوپه کرمه کی جنرال نادرخان د ټل سیمه ونیوه اوپه کوهاټ اوپېښورکی یې انګرېزان ترګواښ لاندی راوستل اووارخطایې کړل نوسم له واره انګرېزانو د۱۹۱۹ کال دجون دمیاشتې په درېيمه نېټه دموقتي اوربنداعلان وکړ. دې اوربنددسولې دخبرواتروبنسټ هم کېښوداونتیجه یې داشوه چې انګرېزان داګست په ۸ په راولپېنډۍ کی دافغانستان سره په یوتړون لاسلیکونه وکړي اودافغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني . که څه هم ځینې بې تحلیله اوناخبره کسان دافغانستان خپلواکي ددې هیوادله وروسته پاتې کېدواوغربت عامل ګڼي اواستدلال کوي چې که انګریزي استعمارپه افغانستان کی پرېښودل شوې وې ، کېدای شوچې په هیوادکی تعلیم عام شوې وې ، زراعت اوصنعت وده کړې وې خوداغریبان کله دومره فکرکولای شي چې انګرېزانودډېورنډأخوادپښتنوسره کومه مرسته کړې چې په افغانستان کی یې کړېوې ؟ دوی غريبان دخدایي خدمتګارانوله ژؤنده څه خبردي چې دانګرېزانوڅخه په پټه به یې دپښتنوبچوته تعلیم ورکاوه ، دوی کله خبردي چې انګرېزانودپښتنوپه تعلیم اوښؤنځیوبندېزلګؤلې و. هغه څوک چې داستعمارارمان کوي ، بایددخپلوخائينواووطنپلورونکونیکونوڅخه ګیله وکړي چې دأمان الله خان دترقۍ اوریفورمونومخه یې نیولې وه ، دوی بایددسقاووحشي اوجاهل ځوی ملامت کړي چې دامان الله خان داصلاحاتو، ریفورمونواوپلانونومخه یې ونیوله اوپه یووطنپرست اوملت پرست پاچایې دانګرېزانوډک زړوونه تش کړل ، دوی دخپلونیکونووحشت ، خیانت اووطنفروشي نه ویني اوپه اخلاقي توګه دومره ټيټ خلک دي چې دمسلمانانواوپه تېره دافغانانوسترویاړدې . داڅومره سپک اوناخبره خلک دي چې د خپلې خاورې دخپلواکۍ اوازادۍ اتل ته ردې بدې وایي ، هغه شخص ته سپکاوې کوي چې دوی ته په هرحق قایل و، ددوی په ژبه غږېده اوهندوستان ،ترکیه اومصرکی ورته په میلیونوخلکوکلکه عقیده اودزړه له کومې احترام درلوده . غازي امیرامان الله خان له علامه سیدجمالاالدین افغاني څخه ډېری عملي لاسته راوړنې لري . ځينې امان الله خان په دې ملامتوي چې پخپلوریفورمونوکی تونداوقاطع واودایې ګناه ګڼي خوداسې خلک دعلمي تحلیل پرځای مذهبي عنعنوي مسائيل مخته کوي اوهرڅه یاپه شعوري اویاغېرشعوري توګه دعقېدې په تله تلي . دوی کله په خپل ګرېوان کی سرټيټ نه کړچې له ځانه وپوښټي چې غازي امان الله خان په خپلواصلاحاتواوکارونوکی ولې جدي اوتوند و؟ آیا هغه څه چې هغه کول یاغوښتل ، په رښتیا دافغانستان ، افغانانواواسلام لپاره بې ګټې وو؟ آیا کله چافکرکړې دې چې دین ، مذهب اوعقیده هم اقتصادي ودې اوپرمختګ ته اړتیالري ؟ که په ساده ټکوکی یې ووایو، یومسلمان به صحتمندښه وي که رنځور؟ یومسلمان عسکربه دښه صحت اوپوهې په درلودوله یومسلمان هیوادڅخه ښه دفاع وکړي که یورنځوراوناپوه ؟ همدابنسټيزڅيزونه ووچې امیرامان الله خان ورته متوجه و، هغه پوهېده چې یواځې دهیوادسیاسي خپلواکي بسنه نه کوي بلکه اقتصادي خپلواکي اوخپلځواکي هم اړین دي ترڅودوښمنانوته کمزوري اویااړنه شوو. خدای دې افغانان په خپله خدایي اوطاقت وپوهوي چې خپله ګټه اوتاوان وپېژني اوپه هرشي کی کفراومسلماني ونه لړي . نن چې یوځل بیاداشغال لاندی دي ، په خپلوکورونوکی وهل کیږي ، بندیانیږي ، وژل کیږي ، مقدساتوته یې سپکاوې کیږي ، علت یې دادې چې له ځانه دفاع نشي کولې ، اصلاهغه پوهه اوتکنالوژي نه لري چې دپردیودیرغلونواوتېریومخه پری ونیسي ، له ۲۰۰۱کال څخه تراوسه پورې په زرګونوپښتانه دخپلومېرمنواوبچوسره وژل شوي دي خودیرغلګرولخوایواځې یوڅوسوه عسکرمړه شوي دي اوداسې وخت هم رادرومي چې دیرغلګروڅخه به تلفات صفرشي مګردپښتنوپه څېرقامونه به په هرګوزارزرګونه غړي بایلي اوداددې لپاره چې پښتانه به نه په پوهه اونه په تکنالوژي کی دهغوی سره برابروي .
غازي آمان الله خان نه یواځې له مغرورواوظالموانګریزي استعمارچیانوڅخه خپل هیوادپه نره اوپه توره ازادکړبلکه دنوروغلاموقومونواوهیوادونولپاره سرمشق اودهغوی دمورال دقوت سبب هم شو. لکه څنګه چې دازادۍ اوخپلواکۍ په لارکی قاطع اوصادق وداسې دخپل هیوادپه اقتصادي خپلواکۍ اوپرمختګ کی یې چټک ګامونه اخیستل اوغوښتل یې چې خپل افغان اولس دژوندپه هره برخه کی ددوښمن سره سیالۍ ته جوګه کړي چې په تاسف سره دکورنیوخائینانوپه دسیسواودانګرېزانوپه شیطانت په خپلوسپېڅلوارمانونوکی بریالې نه شو. اوس دافغانستان دخپلواکۍ دوښمنان کوښښ کوي چې ددې سترویاړارزښت په بې بنسټواوغلاموپروپاګنډوراټيټ کړي ، دبېلګې په توګه داسې اصطلاحګانې لکه (نړۍ والتوب ) خلکوته ورمخته کوي اووایي چې سرحدونه به لمنځه ولاړشي اونړۍ به دیوه غټ کلي حیثیت غوره کړي خوداټول شیان دیوڅوپانګوالواودمونوپولونوپه ګټه دي اوعامووګړوته به دغلامۍ له نوي سیستم پرته بله ښېګړه ونه لري نوترهغوچې وس اوامکان وي ، دهربادره ، بااحساسه اووطنپرست افغان مسؤلیت اوفریضه ده چې دخپلونیکونوتاریخي ویاړونه اویادونه تازه وساتي ، درنښت ورته وکړي اوخپل بچي ورباندی پوه کړي اودسبادپلرونواومېندوپه توګه یې وهڅوي چې دنیکونومیراثونه اوکارنامې هېرې نه کړي .

تل سرلؤړې اوخپلواک دوي افغانستان اوافغان اولس
نابوداوشرمېدلي دوي ددې مېړني اولس دوښمنان

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه