دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

خبرتیا

دکرزي زورواکې ادارې په یوې خبري غونډه کی خبردارې ورکړچې په راتلونکودوه ورځوکی به هیڅ چاته اجازه ورنه کړای شي چې دکوم کاندیدپه ګټه تبلیغات اویاکمپاین وکړي . مونږله هیواده بهر، خپلواک افغان ژورنالیستان اولیکوالان دقلم اوبیان ازادي خپل حق ګڼواوهرکله چې وینا اولیکنوته چمتووالې اواړتیاووینو، پرته دکرزي دادارې له چوکاټه اوأمره یې خپروو. مونږدنړۍ په هرګوټ کی له افغان خپروونکوڅخه هیله کووچې دکاندیدانوپه هکله خپل ملاتړیانه ملاتړ، خبرونه ، تبصرې اونظرونه دانتخاباتوتراخري نتیجې پوری جاري وساتي .

په درنښت

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه