دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

هرګټونکې کاندیدبایدافغان ژورنالیستانوته تحفظ ورکړي اودهغوی مسلک په رسمیت وپېژني


دبي ، بي ، سي پښتوڅانګې ته دهغوی دلاندې پوښتنې په ځواب کی دامضمون استؤل شوې وخوداسې نه ښکاري چې هغوی به خپورکړې وي . دادې مونږیې دلته خپروواوهیله لروچې دښاغلوکاندیدانودپام وړشي .دبي ، بي ، سي اوبدپاڼې داپوښتنه کړېوه :
تاسوپه خپله اوبدپاڼه کی پوښتلي دي چې آيا ښاغلى ډاکټراشرف غني ريښتيا دا وړتيا لري چې په خپله وينا، په "افغانستان کې له نوي پيل سره روښانه راتلونکې" تضمين کړي؟
دې پوښتنې ته ځواب هم لیکل شؤې دې اوپه ترڅ کی یې دافغان ژورنالیستانودکاري اومسلکي تحفظ په هکله اندېښنه اوپوښتنې هم وړاندی شؤي دي . لکه څنګه چې هرچاته په افغانستان کی جؤته ده ، ډېروځوانوژورنالیستانواوخبریالانودرښتیا وئيلوپه جرم خپل ژؤندله لاسه ورکړې اودهغوی کاري اومسلکي حقونواوازادۍ ته ان دکابل چارواکوهم اعتنا نه ده کړې . دطالب په نوم سړیوژونکوخودډاکټر، انجینیر، استاذ اوتش لارویو لحاظ هم نه دې کړې اوپه تېره بیا دامسلکي کدرونه که په خټه پښتانه وواوددوی په لاس ورغلي نوهومروحلال شوي دي خوداسې شکونه هم شته اوتراوسه ورته قانع کوونکي ثبوتونه هم نشته چې په ځواک یې عام ذهنونه له شکه په باورواړوي چې ګنې دولتي ادارې ، اوجورتي وسله وال بانډونه ، دپردیومزدوورجلادان ،قاچاقبران اودمافیاګروپونه ، ټوپکوال سیاستګراومذهبي افراطیونوګنې دپښتنوپه مسلکي کدرونواسره کړېده . په دغه هیوادکی هرټوپکوال ، که هغه خارجي وکه کورنې ، دوحشت ، ډاراوترورپه جنایتونوکی ککړوو، دغه هیواددانتقاداواصلاح زړه اوزغم نه لري ، هلته یومړدکې اهمیت لري خویوډاکټراوژورنالیست چې دخپل ژؤندډېره برخه یې زده کړوته وقف کړې وي ، هیڅ ارزښت نه لري اوکله چې دداسې وحشي اوجاهلوټوپکیانوپه وړاندې دحق اوعدالت میدان ته ودانګونوبیاپه یوه اوبله بهانه اوټاپه مودقلم اوغږمخه نیول کیږي . دفکرځای خودادې چې ځینولوړې زده کړې هم کړي خودشخصي دوکاندارۍ اودډالرودګټلوپه خاطرتریوجاهل هم ټيټ شوي دي . داسې تروریستي اومافیایي سیاستونه به ترڅوچلیږي اوترڅوبه وطنپرسته اودپاک وجدان افغانان قرباني کیږي ؟ تراوسه خودکرزي ادارې پاکوافغانانوته تحفظ نه دې ورکړې نوخدای دوکړي چې افغانان دکرزي دفاسدرژيم څخه وژغورل شي اوبل نېک ولسمشرافغان ژورنالیستانوته تحفظ ورکړي اودهغوی مسلک په رسمیت وپېژني خوله ټاکلومخکی ولسمشرۍ ته هرکاندید دمسلکي کدرونوسره په ټولیزه توګه اودژورنالیستانوسره په ځانګړې توګه څه ژمنې کولای شي ؟
زه دلته دمخکښ کاندید ، ښاغلي اشرف غني څولنډې جملې دنورو یادښتونوسره نغاړم اودښاغلي اشرف غني دپاملرنې لپاره یې دلته خپروم . زه ډاکټرصاحب اشرف غني دهغه له نوم ، انځوروونواوانتخاباتي ژمنوڅخه پېژنم اومخامخ ورسره هیڅ پېژندګلوي نه لرم . ماته دنومؤړي ارزؤنه دهغه دژمنو، پوهې اوکاري تجربوپه زړه راښکون کی ښکاري اودنوروڅلوېښتوکاندیدانوترمنځ یې ځانګړې اومېدوارګڼم چې دافغانستان اوافغانانولپاره له هیلوډک هوډڅرګندوي خوله دې سره سره چې ترټولوښه پلانونه اوژمنې لري ، پرته دهغوی له تنه ، بل هیڅوک افغانانوته ضمانت نشي ورکولای چې دهغه هره ژمنه اوپلان به هرومرواو پروخت سرته ورسیږي ځکه چې له کړنومخکی یې ارزؤنه ناشونې ده . مونږ د کاندیدانوترمنځ هغه کاندیدغؤره کووچې په خپلوطرحواوپلانونوکی ترټولوښې ټولګټې ژمنې ، پلانونه اوکاریزبدلونونه لري اوهغه څه چې وایي ، دعملي کولوتوان اووړتیایې هم ولري . داچې دافغانستان په حالاتوکی دښه والي پرځای ورځ تربلې خرابوالې لیدل کیږي ، نود مخنیوي لپاره یې هم کلکې غوښتنې ، پوښتنې اواندېښنې راټوکیدلي دي اوداچې دغه غوښتنې پروخت پوره کړای شي ، یوداسې اداره چي ته اړتیاده چې په خپلوتجربواومهارت دافغانستان حالات بدل کړای شي . ښاغلې اشرف غني ددې ملي چوپړلپاره ترنوروښه سینه ډبؤلې ، زه یې پلانونه اووړتیا لؤړه بولم خودکړنوپه هکله یې دوخت څخه مخکې ارزونه نه شم کولای . زما په اند، ښاغلې اشرف غني دطرحې اووړتیا له نظره ښه اومستحق کاندیددې اودافغانستان خلک بایددکاراوبدلون موقع ورکړي . په دې تادۍ کی غواړم ستاسوپه غږ دښاغلي اشرف غني غؤږوونوته داهم ورسوم چې زمونږافغان خپلواکواوازادوژورنالیستانوپه تېرواته کالوکی خؤراډېرکړاوونه اومرګونه زغملي دي ، وطني اوپردوټوپکوالوایله په بې وسلوژورنالیستانوزوربروچې لکه چرګان یې څانګونه ترپښولاندی کړي اوپه غړیویې چړې راکاږي . هغوی ته دسپېڅلي ژورنالیزم اودقلم د تېرې څوکې زورلانه دې معلوم شوې چې دنړۍ سترټوپکوال یې په ګونډوکړي اوپه شرمونویې شرمؤلي دي . یوپوه اوهوښيارسیاستوال ته هرومرودقلم زورمعلوم وي نوځکه ورته په درناوي ګوري . په خواشینۍ اوبخښنې بایدیادؤنه وکړم چې افغانستان دنړۍ هغه کم سواده هیواددې چې په ټولیزه توګه ترې دقلم دواک طمع نه شي کېدې خوکه چارواکي یې هم دقلم ارزښت ته غاړه نه ږدي ، تردې زیات جهالت به څه وي ؟ افغان ژورنالیستان له هرکاندیداوهرټاکل شوي ولسمشرڅخه دخپل مسلکي کار، موقف اوتحفظ په هکله ژمنې اوډاډ غواړي ، دوی نشي کولای هرسیاسي ، مذهبي ، وسله وال اوجنګي غؤيمنډ ته په وندروتړل شي ، دوی نوربیداردي اودخپل مسلکي پائښت اودرنښت لپاره راپورته شؤي د ی نوکه ښاغلې اشرف غني دافغانستان دولسمشرپه توګه وټاکل شي ، د خپلواکواوازادوژورنالیستانواورسنیولپاره به څه تړه ولري ؟


واحدمشواڼې

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه