دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دکندوزولایت دارچي دولسوالۍ له پښتنوسره دفاسدواوخائینوچارواکوسلوک په کلکه غندو

په ژؤرې اندېښنې اوخوابدۍ سره له کندزولایت اوورپورې تړلوولسوالیوڅخه خبرونه اورېدل کیږي چې هلته تش په نوم دولتي اصلي نژادپرسته چارواکي دپښتنوسره نارواسلوک کوي ، دطالب اوالقایده په نومونويې زوروي اودهیوادوګړنیزحقوق اوجایدادونه یې تری اخلي . دارنګه غېراخلاقي ، دملي وحدت اوعدالت ضدکړنې اودکرزي دفاسدې ادارې بې حسي ، یوجانبه موقف ، بې تفاوتي اوبې کفایتي په کلکه غندواوخپل کلک مخالفت اومقاومت ورسره څرګندوو. دلته بایددایادونه هم وشي چې مونږخپل وجدان اړباسي چې پرته له قومي ، ژبني اونژادي تړاو، دخپل هرکړېدلي افغان وروردحقوقواوښېګړې اودغه رازدهیواددملي وحدت لپاره کاروکړو اوانشاآلله چې له دې دریځه به ترهغووانه وړو ترڅو چې ورته نه یو اړشؤي . په خواشینۍ اواندېښنې سره بایدووئيل شي چې دارنګه فکراواحساس ان دکرزي دادارې په لوړپوړوچارواکوکی هم نه لیدل کیږي اوښکاره بېلګې یې دکندزپه ولایت کی موندل کیږي . که څه هم دپښتنوپرضدکړنې اوذهنیتونه دسره استعمارله یرغل سره دهیوادپه شمالي ولایتونوکی رسمیت پيداکړخوکله چې داحمدشاه مصعود په مشرۍ ، نظارشورا دافغانستان په نظامي تآسیساتو اودبرهان الدین رباني په مشرۍ دجمیعیت تنظیم په ملکي تآسیساتواوشخصي ملکیتونوقبضه وکړه ، دافغانستان په شمالي ولایتونولکه تخار، کندز، مزاراونوروولایتونوکی دپښتنوپرضد ښکا ره اوعملي تؤطیې هم زیاتې شوې . په دغه انارشیستي دوره کی په پلازمېنه کابل کی پښتوژبه له دولتي اوشخصي ادارواو رسنیوڅخه بې برخې شوه . درباني اونظارشورابې عدالتیواوانارشیزم، دګیلم جم ازبکوچوراوچپاول اودهزاره ټوپکوالوقتلونوعام افغانان ، په تېره بیا پښتانه اړایستل چې دطالبانوپه نوم یوخؤځښت ته هرکلې ووایي . طالبان چې هرڅوک ووخوددرنووسلونظارشورا، ګیلم جم لوټماره ملېشه اوهزاره ټوپکوال یې وځغلؤل او۹۵ ٪افغانستان یې ددغوافراطي شراچوونکوله منګولوخلاص کړ. داچې طالبان څوک وواوڅوک وختل ، یوه ځانګړې موضوع ده خودطالبانونوم په ۶۰ میلیونوپښتنوورتپل هم دشمالي ټلوالې اوهم دامریکایي یرغلګرولخوایودرواغجن تهمت اودپښتنودنابودۍ لپاره یوه مرګونې بهانه وه چې داته کالوپه تېرېدواوس هم دپښتنودټکؤلولپاره پکاریږي . دپښتنودټکولولپاره دارنګه حربه چې اوس دطالب اوالقایده په ټاپه پښتانه په نښه کیږي ، ددوهم شاشجاع ، کارمل په وخت کی د(امینیستها) په ټاپه دستمي پرچمیانولخوا دلوستواو محصلین پښتنود کړولواوزندانونوته لېږلولپاره کارېده ، حال داچې هرلوستې اومحصل پښتون دحفیظالله امین سره تړاونه درلود . اوس هرپښتون دطالب اوالقایده په ټاپه نښاني کیږي اودنابودۍ اوتاواني کېدودسیسې ورته جوړیږي . دشمالي ټلوالې څخه خوګیله پکارنه ده ځکه چې دهغوی اخلاق ، ورانۍ ، تبعیض اوشوم نیتونه لادطالب له زېږېدوپخوا په ډاګه شوي ووخوګیله له داسې یوهیوادڅخه ده چې ځانته دنړۍ سترپرمخ تللې اوددیموکراسۍ پلوي هیوادوايي . دغه هیواد، دامریکا متحد ایالتونه ووچې دخپل شرمېدلي اوپه عقل خام ولسمشر، جورج بوش په قومانده یې دپښتون قام سره دطالب اوالقایده په بهانه جګړه پېل کړه اوترننه دوام لري . امریکایان لکه دشمالي ټلواله په دې ښه پوهېدل چې په پښتنوکی دطالب په نوم نه کوم خېل شته ،نه کوم سیاسي ګؤند اونه عام اواکثریت پښتانه ځانونه طالبان بولي بلکه داهغه ډله ده چې ګومان کیږي چې دشمالي ټلوالې دغلو، ورانکارو، بداخلاقواوقاتلانوپرضد په ۱۹۹۴کال کی دامریکا په لاس کی دپاکیستان له نسه زېږېدلې ده . داچې دهغوی لپاره دامذهبي ډله څومره صالحه یا نقصاني لویه شوه ، غلطي اوطالع دهغوی خپله ده ، ټول پښتون قام پرې ولې ملامتیږي ؟

مونږپه زغړده خارجي فوځيانوته وایوچې داتاسوواست چې د ۲۰۰۱ کال داکتوبرپه میاشت کی مودپښتنوپرضدجګړه پېل کړې ده اوهغوی موپه خپل هیوادکی پردي کړيدي، داتاسوواست چې پخواني غله ، داړه ماران ، ورانکاري ، قاچاقبران اوتروریستان مودمیلیاردونوډالروپه لګښت په پښتنوبرلاسي کړل اواوس هم ستاسومسؤلیت دې چې داچټلي پاکه کړۍ . پاتې شودپښتون قام خپل مسؤلیتونه اوهغه دوی ډېرښه پېژني اودسرته رسولولپاره یې غوره دودونه اوتجربې هم لري . پښتانه نورنشي کولای په خپل هیوادکی دیواوبل په نوم کړاوونه اوقربانۍ وزغمي نوځکه حق لري چې دخپل ځان اوکورپه دفاع کی را پورته شي اولکه څنګه چې تاسودخپل کوردساتنې حق ځانته ورکوۍ ، هغسې پښتانه هم خپل وغواړي . تاسوته بایددریاده شي چې دپښتون مخې ته به هغه ګيدړان ټينګ نشي چې تاسودهندوکش له غارونوراوایستل ، دزمروڅرمنې موورپه تن کړې اوفکرمووکړچې پښتانه به پری وډاروۍ خوتاسویوتاریخي حقیقت ته شا کړېوه اوهغه داچې په جګړواوپه سوله کی پښتانه خورااوږدتاریخ لري اودسولې سره دسولې اودجګړې سره دچګړې په دودچلندکوي .
مونږدشمالي ولایتونوله پښتنوڅخه کلکه هیله کووچې بایددپښتونولۍ ، دخپل راتلونکي پنڅه کلن ژؤنداودهغوپښتنوکؤنډواویتیمانوپه خاطرچې دبې وجدانه جاسوسانوپه غلطوراپورونواودامریکایي بمونوله لاسه بې سرپرسته اوبې کوره شوي دي ، دکرزي ګوډاګي په ضد وټونواچولوته رامیدان ته شۍ اودغه دپښتون وجودچینجي ته دخپلومخالفورایوپه ورکولوماتې ورکړي . دایواځينۍ مشروع لاره ده چې دکرزي فاسدرژیم بدلولای شي او پښتانه له فسادي ادارې اوخائنوچارواکوخلاصولای شي . که دشمالي پښتانه داکارپه اتفاق ، فکراونارینتوب ونه کړي نومونږورته سرله اوسه خبردارې ورکوو چې تردې بدتراوناانصافه پنځه کاله پری راروان دي اود سختوپایلودمخنیوي لپاره به بل چانس ونه لري . په انتخاباتوکی دپښتنوګډون کول ضروري دي ، اوددوی لپاره حیاتي اهمیت لري ځکه چې که موجودچارواکي بدلول غواړي ، بایدکرزي اوانډيوالانوته يې په انتخاباتوکی ماتې ورکړي اوخپلې رواغوښتنې دنوي منتخب ولسمشرمخې ته کېږدي اوکه پښتانه په انتخاباتوکی ګډون ونه کړي ، پایله به یې داوي چې بیابه هماغه ګیلم جم اوستميان ددوی په اوږوسپاره وي اودطالب اوالقایده په نومونوبه یې وهي اوټکوي اودپوښتنې به یې لکه دنن په څېرڅوک نه وي نودادمبارزې اوحق حاصلولوترټولولومړۍ اوښه موقع ده چې خپلې رایې یوښه کاندید ته ورکړۍ اوپه تپل شؤوکرکجنو،فاسدواورشوتخوروچارواکوکی بدلون راولۍ .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه