دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

دډاکټراشرف غني انتخاب ، ملي ، سیمه ایزاونړۍ وال ارزښت لري



دواحد مشواڼي لیکنه
‏2009‏، 27‏، جولای‏، دوشنبه

ښاغلي ډاکټراشرف غني اوښاغلي ډاکټرعبدالله عبدالله په خپلو مناظرو کی چې دطلوع تلوېزیون په ابتکاررامخ ته شوې وې ،ددغه تلوېزیون داستازي ، ښاغلي کاکړپوښتنوته ښه ځوابونه ووئيل . بایدیادؤنه وشي چې دکاندیدانولپاره ددارنګه مناظروجوړؤنه چې دامریکادمتحدوایالتونودټاکنیزوکمپاینونوله دودڅخه پورشوې فکراوکړنه ده ، په یوداسې هیوادکی چې دهرې وسله والې ډلې لخوا دېرش کاله دکلاشینکوفونو اوتوپونوپه ځواک برمته شؤې وي ، ښه پېل ، ښه فکراودټاکلوپه برخه کی دخلکوداګاهۍ اوقضاوت کولولپاره اغېزمنه وسیله ګڼل کیږي . مناظرې ته برحال اولسمشرښاغلې حامدکرزې هم وربلل شوې واوستېژ ورته هم جوړشوې وخوکرزې صاحب حاضرنه شوچې په مناظره کی برخه واخلي اواستازي یې دابهانه وکړه چې کرزې به په هغه مناظره کی برخه واخلي چې له هره پلوه منظمه ، عادلانه اودخلکوپه ګټه وي . کرزې صاحب وایي چې تلوېزیوني مناظرې بایددانتخاباتودخپلواک کمیسیون لخواجوړې شي اوټول ۴۱ کاندیدان پکی بایدبرخه واخلي . دکرزي ددې استدلال سره سړي ته خنداهم ورځي اوورسره داپوښتنې هم راولاړیږي چې ددوی په اند (له هره پلوه منظمه ، عادلانه اودخلکوپه ګټه مناظره ) یعنې څه ؟ ایا ډاکټراشرف غني اوډاکټر عبدالله عبدالله له هره پلوه په یوې بې نظمې ، غېرعادلانه اودخلکوپه تاوان مناظره کی وخت ضایع کړ؟ بل منطق یې هم ماشومانه و چې ویې وئيل دانتخاباتوخپلواک کمیسیون باید درسنیواوژورنالیستانوکارپه غاړه واخلي اویادی دهغوی کارونه وڅاري . دادکرزي دادارې کمزوري ده چې په اته کالوکی هم ونه توانېده چې ښه اوبدسره بېل کړي . اوس چې بیادانتخاباتووخت رارسېدلې ، کرزې فکرکوي چې لکه دپخواپه څېربه بېغمه اوبې کړاوه په ارګ کی پاتې شي خونه یواځې اوسني حالات اوشرایط بدل شوي بلکه دبیا انتخاب په صورت کی به هم دنوي مقاومت سره مخ شي . په هره بڼه ، دکرزي په اداره کی دنه پټېدونکي فسادپه هکله نړۍ واله ارزؤنه داده چې ده اویارانویې افغانستان دنړۍ دبدنامواومفسدوحکومتونوپه پنځم کتارکی درولې ، افغان اولس یې کړولې اوسپک کړې دې اودنړۍ خلک یې شکمن اوناراضه کړي دي . دنوموړي داته کلنې دندې اودولتي چاروپه هکله دنړۍ معتبروخبري زېرموډېرشواهدخپاره کړیدي . افغانانوته دکرزي مناظره له دې کبله په زړه پورې نه وه چې دې به بیا هغوی ته لکه دپخواپه څېریوڅووعدې ورکړي اوبیابه یې دڅوکلونولپاره تېرباسي بلکه افغانانوددې انتظارکاوه چې خلکوته ووایي چې په تېرواته کلونوکی یې څه کړي چې بیاهم درایوطمع تری لري ؟ دشېرپوریوڅورنګینې ودانۍ ، په کابل کی څوشیشه یي شخصي بلډینګونه ، دآغاخان اوبل په شراکت جوړشوي هوټلونه اوداروپااوامریکاپه ملیاردونوډالرواویوروجوړشوي تأ سیسات خوهیڅکله دکرزي صاحب په کریدیت کی نه شي جمع کېدې . دملیاردونوډالرود لګښت سره سره اوس هم دکابل چاپېریال چټل دې ، اوس هم کوڅې ، سړکونه ، ښؤنځۍ ، داوبواوبرېښنا زېرمې وېچاړې دي ، اوس هم دهیوادنیم نفوس بې روزګاره دې اوخلک له مجبوریته خپل اولادونه پلوري ، اوس هم په هیوادکی جګړه روانه ده ، تښتونې سړيؤژنې ، ځانمرګونه ، قاچاق اورشوت ښه په رڼاورځ اودرزکی روان دي نودکرزي دراتلونکي مصلحتي اوفرېبکارحکومت ښېګړه به په څه کی وي ؟ دکرزې صاحب په ناخوالوبه څه سرخوږوو، له هغوتېرواته کلونوڅخه افغانان توبه ګارشوي دي اودراتلونکي دورې هیڅ هیله ورڅخه نه لري نوځکه به یې خبرې په همدې ځای پرېږدم اودهغه چا په هکله بحث ته راګرزم چې افغانانوورپورې خپلې ډېرې هیلې تړلي دي .

د ډاکټراشرف غني دانتخاب ملي ارزښت :

که څه هم ښاغلې حامدکرزې دبوش دسرزورې نیواکګرۍ په دوره کی دنمایشي انتخاباتوپه ترڅ کی دافغانستان اولسمشرشؤې دې خودمریيتوب هغه داغ لاتراوسه ورپوری دې چې ده یې پخپله په فخراعتراف کړېدې . دافغانانوله سترګواودتلوېزیوني کیمروله فیلمونوهغه صحني نشي پاکېدلې چې کرزې دلومړي ځل لپاره دامریکایی باډيګاردانوترمنځ په ارګ کی له امریکایي چورلکې کوزکړای شواوترننه پکی پاتې دې . دده په وړاندی به ښاغلې ډاکټراشرف غني هغه څوک وي چې دملي ماموریت لپاره له هره پلوه ښکاره وړتیالري اوتراوسه په هیڅ رنګ جرم ، قتل اومعامله کی لاس نه لري . دنوموړي سره په هره کچه اداروي اومسلکي تجربې شته چې افغانستان اوخلک یې ورته اوس تربل هروخت زیاته اړتیا لري . که افغانان پرخپلوشخصي اوانفرادي منافعو، ملي اوټولنیزومنافعوته ترجېح ورکړي اودچاپه استخارو، دوکو، رشوتونواوسازشونوونه غولیږي نودا ښه موقع ده چې خپلې رایې دډاکټراشرف غني دبریالیتوب لپاره وکاروي اوده ته موقع ورکړي کرزې اومفتخوره اومعامله ګره ډله یې له ارګه وباسي اویوځل بیا له ارګ څخه دافغانانودمشرتابه دېره جوړه کړي . اشرف غني به لومړې منتخب اولس مشروي چې هم به په ازاده اودیموکراتیکه توګه داولسمشرۍ مقام ته رسېدلې وي اوهم به له بهرني تپلتیاڅخه پاک ، خپلواک اوداتوریتې لرونکې مدیروي . دا به افغانستان اوافغانانوته دهویت اورسمیتودبیااعادې حثیت هم ولري ، اوپه افغانانوکی به دمثبت ذهنیت دپاللو اودټولنیزواخلاقودودې سره مرسته وکړي . ښاغلې اشرف غني په ټولیزه توګه صلحې ، امن ، سیاست ، اقتصاد، دولت ، ستونځو، ددولت له مخالیفینوسره خبرو، دافغانستان له ګاونډیوسره دمتقابل درنښت اومرستومعاهدې ، په افغانستان کی د بهرنیوځواکونودشتون لپاره قانوني ، عملي اوممکنولارواوچارولپاره غوره اونوي تدبېرونه لري ، دې وایي چې مملکتونه نه دائمي دوستان لري اونه دائمي دوښمنان خودائمي ګټې لري ، دده داسې څرګندونې په علمي بنسټ اوعلمي څېړنوولاړې دي اوسړې نه شي کولې چې هغه ردکړي . ښاغلې اشرف غني دقاطع خاصیت اوشخصیت څښتن دې اوداسې شخصیتونه هرکاراخرته رسوي ، په خپلووعدووفاکوي اوکارونه یې داصولوپه چوکاټ کی وي . دافغانستان حالات ، امن ، ثبات اوستونځې قاطیعیت ته ارشده اړتیالري اوتېروتجربووښوده چې بې کیفیتي ،غفلت ، نرمښت ، وعده خلافي ، بې ثباتي ، مجهولیت ، بې پلانتوب ، خپلسري اوبې کفایتي هیڅ نتیجه نه لرله . دښاغلې اشرف غني نړۍ والې کاریزې اوڅېړنیزې تجربې ، نړۍ وال اړیکي ، نړۍ وال شهرت اوعلمي پوهه افغانان ډاډمن کوي چې هغه څه چې ده پخپله برنامه کی ذکرکړي ، سرته رسولای شي . (دنورومعلوماتولپاره دنوموړي برنامې اوپلانونوته رجوع وکړۍ )

د ډاکټراشرف غني دانتخاب سیمه ایزارزښت :

دښاغلي اشرف غني اقتصادي پوهه اودنړۍ والوبانکونو، ملګروملتونواودنړۍ ددولتونوسره دهمکارۍ تجربودې دملګروملتونودسازمان دعمومي منشي دڅوکۍ لپاره وړاوکاندیدکړې واوداپخپله ددې ثبوت دې چې نوموړې نه یواځې دافغان اولس دمشرتابه لپاره یووړکاندیددې بلکه د سیمې سره به دافغانستان داقتصادي اوسیاسي اړیکودپرمختیا ، کاري اوتجارتي مواقعودرامنځته کولوپه برخه کی داسې عملي پروګرامونه اونوښتونه رامنځته کړي چې هم به دسیمې له مارکیټونوسره مرسته وکړي اوهم به دصلحې ، ثبات اوامن په ټينګښت کی اغېزمن ثابت شي . دښاغلي اشرف غني له پلانونوڅرګندیږي چې دې د افغانستان خاوره دګاونډیانواونوروهیوادونوله سیاسي ، مذهبي اوجګړه ایزرقابت نه ژغورل غواړي اوکله چې دافغان په خاوره پردي رقابتونه اوسیالۍ پای ته ورسیږي ، ښکاره خبره ده چې بدګومانونه کمیږي اوامن اوصلحه ټينګیږي . دې به وکولای شي چې درقابتونواوسیالیوڅرنګوالې اوعوامل پيداکړي اوهغه پردي رقابتونه له خپلې خاورې بهرکړي چې ملي ګټې یې په خطرکی اچؤلې وي . داکاربه ګاونډیوته دافغانستان ناپيئلتوب یقیني کړي اودګاونډیودسیاسي اواقتصادي لوبو، چنواورقابتونوځای به هماغلته ددوی په خپل پورې کورپوری محدود شي . افغانستان بایدنور دپاکستان ، هندوستان ،عربستان ، روس ، امریکا اوایران له سیاسي ، فوجي ، مذهبي اواقتصادي رقابتوتونوڅخه خلاص شي ، دغه رازافغانستان نشي کولای دچیني أموالودبازاردکنټرول مورچه شي اویادګاونډي ایران سره نيږدې اړیکي چې حاکم مذهب یې شیعه دې ، دسوني صعودي عربستان دنارضایتۍ سبب شي اوپه دغه سبب په افغانستان کی سیاسي ، اقتصادي اومذهبي فعالیتونه ددې هیواددناامنۍ سبب شي اویابرعکس اغېزې ولري . ترډېره حده ، دافغانستان دحالاتودګډوډتیااوپېچلتیا عاملونه په دغه هیوادکی دپردیوهیوادونواودګاونډیانوخپلې سیاسي ، اقتصادي اومذهبي موخې اوګټې دي چې افغانان یې پکی ښکېل کړي دي ،له افغان اولس څخه یې واک اخیستې دې ،افغان اولس یې دخپلو قوماندو لاندی راوستې دې او په دغه سبب جنګ ځپلې ، وروسته پاتې اوغریب شوې دې . خوددې کړنونتیجوښؤلې ده چې که هرڅومره افغانستان بې امنه کیږي ، غربت ته ټېل وهل کيږي اوپه یوه اوبله بهانه پری جګړې تپل کیږي ، په هماغه کچ دغه بې ثباتي ، غربت اوجګړې ګاونډيوهیوادونوته ورغزیږي اوسیمه بې ثباته اوناکراروي . دکرزي ادارې ونه شوکولای چې په ۸ کالوکی دنړۍ دستروقدرتونوپه مرسته افغانستان ته امن راولي ، فقراوبدبختي لمنځه یوسي اوجګړوته پای ورکړي ځکه چې دده اداره ددې شیانومورده ، یوه بېلګه یې دمخدره موادوتولیداوقاچاق دې چې دده دادارې له برکته دنړۍ ۹۵٪ مخدره موادله افغانستان څخه تهیه کیږي . أیا دادتروریزم یوشکل نه دې ؟ آیا سیمه اونړۍ له دې څخه خطرنه احساسوي ؟ دغسې شیان دي چې دسیمې اونړۍ امن ګواښي . افغانستان دنړۍ دستروهیوادونوپه منځ کی پروت دې اولکه علامه اقبال چې وئيلي ، داسیا زړه دې نوهره حمله دسیمې دناروغۍ سبب ګرزي . مونږ یې وینوچې داسیا زړه رنځوردې اوچټکه تداوي غواړي خوداکارکرزې نشي کولې ځکه چې هغه ډاکټرنه دې . کرزې په ښوشیانوهم سترګکونه وهي اوپه بدوهم ، دبدوپه مقابل کی چاته سترګې نشي برګولې نوځکه دداسې یومشرخلارامنځته شوې چې تریخې ولري ، غله ، رشوتخوران اوخائنین وډاروي . که چېرې یوخلاق ، ماهراوقاطع مشروټاکل شو، هغه به وکولای شي داغېزمن کورني اوبهرني سیاست په مرسته په سیمه کې مثبت رول ولوبوي اوددغه کارهیله په دې وخت کی یواځې له ډاکټراشرف غني کېدای شي .

د ډاکټراشرف غني دانتخاب نړۍ وال ارزښت :

افغان اولسمشرۍ ته کاندید ، ډاکټراشرف غني ته خپلوتحصیلاتو، علمي څېړنواونړۍ والوکاریزوتجربو نړۍ وال شهرت ورکړې دې اوترټولوښه اړخ یې دادې چې دده ټولې کاریزې تجربې دافغانستان دبیارغونې لپاره مسلکي دي اوکولای شي افغانستان ته په اسانۍ سره بهرنۍ مالي مرستې ورماتې کړي . دافغانستان سره دمرستواساسي اوغټې زېرمې پرمختللي هیوادونه دي چې په سرکی یې دامریکا متحدایالتونه قرارلري . افغانستان پرته ددوی له مادي ، معنوي اوفوځي مرستونشي کولای په خپلوپښوودریږي . حامدکرزي ته ددې مرستویوزرین چانس په لاس ورغلې وخوهغه تری دملت په ګټه کاروانه خیست اوناقصه اداره یې ددې سبب شوه چې اوس یې نړۍ د (نارکوسټېټ ) په نوم پېژني . که کرزې بیا انتخاب شي نودابه یې اخرچانس وي چې څه وګټي اوچې دګټلوڅه پيداکړي ، هغه به وڅټي ، خواوس دامریکا خلک پوه شوي دي چې پيسې عبث لګېدلي نوځکه هغه وخت شایدبیارانه شي چې تورې به لالا وهلې اومړۍ به عبدالله وهلې . په القاعده باندی دطالبانودرژیم له ننګې سره په افغانستان دنړۍ وال تروریزم تورورپوری شواوامریکایي فوځي یرغل ته یې جوازبرابرکړ. ددې سره جوښت حامدکرزي ته دحکومت واک اواداري جوړښت دنده وروسپارل شوه خونوموړي داسانواودرنولګښتونوسره سره نه اداره جوړه کړای شوه ، نه یې امن اونظم راوستلای شواونه یې دتروریزم مخه ونیوله ، برعکس ، دتروریزم نورمختلف اشکال وزېږېدل . اوس ، دمخدره موادوتولیداوقاچاق اودوسلوخپراوي دسیمې اونړۍ لپاره ترالقاعده زیات خطرناک شوي دي اودامن اوصلحې راتګ یې ځنډؤلې دې . دنړۍ خلک افغانانوته اوس هم دشک په سترګوګوري اوغواړي چې ډاډولري چې افغانان اوخاوره به یې دنړۍ دنوروهیوادونوپرخلاف نه استعمالیږي ، خوکه سړې لږڅه ژؤرفکروکړي نورښتیاچې له افغانستان څخه په تېرودرې لسیزوکی په ټولیزه توګه اودحامدکرزي په اته کلنه دوره کی په ځانګړې توګه یوپټ اوډاروونکې کمین جوړشوې دې چې افغانان پکی نه دي ناست بلکه دوی ته په خپلو کوڅو ، سړکونو ، کليو اوښارونوکی پردیوکمینونه نیولي دي اوچې افغانان وربرابرشي نوپرته له مرګه بله چاره نه لري . ددې حالت بدلول بله چاره نه لري پرته له دې چې اداره اومدیزیت بدل نه شي . که ډاکټراشرف غني دافغانستان دمشرتابه لپاره وټاکل شونودې به وکولای شي دخپلواداري اواقتصادي اصلاحاتواونوښتونوپه مټ غلطیانې اصلاح کړي اوپه ډېروبرخوکی چې د ملي ، سیمه ایزو اونړۍ والواندېښنوسبب شوي دي ، ملي ، سیمه ایزاونړۍ وال باوراوډاډ راپيداکړي .

دپای څوټکي :

افغانان بایدپوه شي چې ددوی رایې محض یوشخص کامیاب نه کړي بلکه داسې وړشخص ته خپلې رایې ورکړي چې ددوی په ژؤند، سیاست ، اقتصاد ، عدالت اواداروکی بدلون راولي ، دخاورې ، ملت اوراتلونکي نسل سرنوشت وټاکي ، دحق اوبا طل ترمنځ قضاوت رامنځته کړي ، دټولنې اونظام اصلاح ته امکانات برابرکړي ، اهل کارته موقع ورکړي، دغلو، رشوتخورواوقاچاقبرانومخه ونیسي اودنوروپنځوکالودضایع کېدومخه هم و نیسي . دداسې دولتي اوټولنیزواصلاحاتواوورسره نوښتونولپاره ښاغلي ډاکټراشرف غني احمدزي ټټروهلې دې نوپه خپلورایوبه انشالله ویاړمن یاست که موده ته دوطن دخدمت مسؤلیت ورپه غاړه کړ.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه