دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

د «خنجر» عملیات خودکابل په چارواکوضروري وو

Photos from Yahoo


که سړې دتېرو۸ کالوترخوتجربو، دکرزي بېشرمه فسادي ادارې اوروانوستونځوته دحق ، قانون ، منطق اوعدالت په نظروګوري نوامریکائيانوبایدلومړې دهلمندپرځای په کابل کی دکرزي په فاسده اداره د «خنجر » عملیات ترسره کړي وای اوپه دې توګه یې دټولوستونځوجرړې ختمې کړې وای نو بیابه په طالبانوپسې تللای ځکه چې په افغانستان کی دطالبانودراپيداکېدواصلي علت همدغه فسادي کړۍ دي چې دبرهان الدین رباني له ناکاره حکومت څخه رانیولې دکرزي ترادارې پورې نښلي اوپه هرڅه قبضه اوواک ټينګوي . له هغه پېره تراوسه پورې ۱۹ کاله تېرشؤل خوپه کابل کی منونکې اوډاډمنه اداره جوړه نه شوه . دمجاهدینودنوم څخه په سؤاستفاده دچوراوچپاول دمخکښ ، رباني په مشرۍ افغان اولس په طالبانوراضي کړاوکله چې دطالبانومطلقې اوتیارې زورواکۍ له افغانانوواک واخیست نوټول هیوادپه ځندان بدل شواودافغانستان ټول نفوس پکی دژؤندپه جرم بندي شونویوځل بیادخلاصون دعاوې پېل وې اوکله چې دامریکاجنګي الوتکوله یوه وزره بمونه اوله بله زېړې خوراکي کڅوړې شیندل پېل کړل نوله بده مرغه پښتنانه دبمونوتروزرلاندی راغلل . له دغه وروسته په سیاسي اوجګړه ماروادبیات کی نوي اصطلاحات اوفنونه هم رامنځته شؤل ، لکه « دوستانه اور» ، دترورله ترورسره حساب ، اریستوکراسۍ ته دماشې په راښکون دیموکراسي وئيل ، له مخالیفینوسره بداخلاقي کول ، جایزه کړنه اودتروریستانوپه نوم اته میاشتیني ماشومان اوحیوانات قتلول هغه غټې اونه انکارکوونکي نؤښتونه ووچې دنړۍ ترټولورسېدلواومخکښوهیوادونولومړې افغانستان اوبیاعراق ته وېوړه . دامریکا له یرغل څخه راوروسته دطالبانو، قاچاقبرانو، مافیا، رشوتخورواوغلوقوي کېدل دهمدې فاسدې ادارې له کبله دي ، همدا اداره ده چې قاچاقبران ، مسلح بانډونه ، رشوتخوران ، بداخلاقه ، خائېنان ، سړیتښتوونکي اوتروریستان یې راټول کړي دي اودافغان اولس په اوږویې سپاره کړي دي . امریکائيانو، انګرېزانواومتحدینویې ۸ کاله دخپلوملتونودټکس په پئيسوهمدابدنام بانډونه وساتل اوپېره یې ورته وکړه خوهغوعسکري پېرواوپيسودافغان اولس لپاره څه ډاډمنه اودائمي ګټه نه درلوده . که ګټه رسېدلي وي نوخارجیانواودهغوی استازوته به رسېدلي وي اوبس . ددې بدونتیجوسره سره امریکائيان اوانګرېزان غواړي چې دکرزي اویارانو په بیاټاکنودېوې فاسدې ادارې پخواني چارواکي د« خنجر» دعملیاتوپه څېرپه زورپه افغانانووروتپي . داکوم انصاف دې چې افغانان له یوه ځناوره خلاصوه اودبل ځناورپه خوله کی یې ورکوه ؟ آیاپه دې ترتیب به په افغانستان کی ازادانتخابات امکان ولري ؟ ایا یوه فاسده اداره به دنوروپنځوکالوپوری دغرب اوافغانانوپه اوږوسپره پاتی شي ؟ نه ، که داسې وشؤل نوددې ځای خبری په یادلرۍ چې داوړۍ به هم شړۍ نه شي . له ارګ څخه که کرزې اومفتخوره یاران یې ونه ویستل شي نو بېشکه چې بیابه لکه دپخواپه څېردده بدنام انډيوالانوته دلوټمارۍ ، بداخلاقۍ ، بدماشۍ اودغریبوافغانانودتروراوغلامۍ جوازورکړشي اوپه دې توګه به حالات له بده بدترشي . ددغوبدتروحالاتودچلؤلواوبندولولپاره به بیاهم دمودرنواسلحو په کارؤنه تکیه کیږي اوشپه اوورځ به ډزډوز- اواخ اوډب وي . ژؤندبه هماغسې دماشې په راښکون ساه اخلي ، نوپه هغه هیوادکی چې وګړي یې دماشې په امرژؤندکوي ، هلته به کوم لېؤنې په وارواراوبیابیا دازادۍ اوانصاف غؤلوونکي شعارونه ومني ؟ هرڅوک باورلري چې که د۴۲ هیوادونوپيسې اوعسکرنه وي ، دکرزي حکومت به ۲۴ ساعته دوام ونه کړي ځکه چې غېرت اوزوریې په تېرو۸ کالوکی ښودلې دې . اوس به په هیلمند ولایت کی د « خنجر» او« دپړانګ دپنجې » په نومونودامریکې اوانګرېز نظامي عملیات ، طالبان یوڅه وترؤي خوسخته ده چې په ورکېدو یې څوک باوروکړي . بله خبره داده چې پښتنوته دکرزي دادارې اوطالبانوترمنځ توپيرنشته ، دواړوهغوی زورولي اوکړؤلي دي ، دواړو په شکنجواوجرمونوکی نوم ویستلې دې نویویې هم دخلکوپه منځ کی ملاتړنه لري ، خوعام خلک فکرکوي چې که دبهرني عسکرو، ټانکونواوجنګي الوتکوزورنه وي نودکابل دچارواکوخودهګۍ له ډزه هم ؤخکي وتلي وي څنګه به دطالبانومخې ته ټينګ شي ؟ داځل که طالبان په چاراسیاب کی راښکاره شؤل ، په شېرپورکی به دکرزي یاران دمسلسل اودسماتي له کبله استخارې ته هم جوړنه شي . په دې خوهرڅوک پوهیږي چې په افغانستان کی ښکېل غربي هیوادونه ,لکه امان الله خان دسترګوازغي نشي منلای خو بایدیوداسې څوک رامخ ته کي چې لږترلږه له طالبانوخوځان وساتلې شي .دکابل په مفت خوره اوکمزورې اداره کی نوڅه کمال دې ، دجواب- چي لپاره دامریکایي عسکروله اوږوهم نه کښته کیږي . خوکه داسې یوه نوې اداره دیوې نوې څهرې سره دکابل چارې سمبال کړي چې حداقل د کابل په کوڅوکی خپل واک ټينګ کړي اوکه ډېرڅه هم ونه شي کولای ، نودومره خوضرورکيږي چې خلک تردوه درې کالوپوری هیله منداوسي چې یوڅه شایدوشي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه