دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه
ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې
ګرانوهیوادوالو ، نوې لمریز کال مومبارک شه !
مونږ دعاکووچې داکال تاسو ټولوته دصلحې ، ورورولۍ اوخوښۍ دکال په توګه مبارک شي اولکه دتېروکلونوپه څېر ( بم بارک) نه شي
ماد۱۳۸۸ کال ټول اعدادسره جمع کړل ، نتیجه یې شل راووته . دایونېک فال دې اووئېلای شووچې ترڅوبه په صفرکی پاتې یو، نوې کال موهڅوي چې په هررنګه کیږي نوريې باید په خپل فکراوخپلومټو شل کړو!!
۲۰ = ۸ + ۸ + ۳ + ۱
خلکوپه علم باندی شل کړه
مونږناخبره په صفروکوومرګونه
لاس سره ورکړۍ نوریې شل کړۍ
ترڅوبه غوواړوله پردیوخېراتونه
که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر