دنشنل جیوګرافیک مېګزین په یوخبرکی راغلي دي چې دبلجیم دهیواددتولیداتویوډیزاینر، ویلجنزپه افریقاکی دځمکنیوماینونودخنثا کؤلواوپاکؤلولپاره دهغه ځای یوډؤل غټومږې تربیه کړي اوپه دې توګه به وکؤلای شي چې دنړۍ په ( ۶۹ ) هیوادونوکی دټوپکوالواوجګړمارولخواپه ځمکه کی ښخ شؤي (۶۰ ) میلیونه ماینونه کشف اوبیکاره کړي . نومؤړې وایي چې دارنګه مږې ډېرپه اسانۍ تربیه کېدای شي اولګښت پری دومره زیات نه وي . د ماینونوپه کشف اوپاکوالي کی له هوښیاروسپیوهم کاراخیستل کیږي خودویلجنزتجربې ښيي چې داډؤل مږې له سپيانوڅخه ډېرې مؤثرې اوکم لګښته دي . ددې مږو ښه صفتونه دادي چې په اسانۍ روزل کیږي ،له یوځای څخه بل ځای ته په اسانۍ وړل کېدې شي اوخوراکي توکي یې هم اسان دي اودماین دپيداکېدوسره هغه نه چؤي . ویلجنزدلومړي ځل لپاره په ۱۹۹۰ کال کی داډؤل مږې وروزلې او۳۰ قهرمانومږووکؤلای شؤل چې دموزمبیق په هیوادکی دیوه میل په څلورمه برخه کی ماینونه کشف اورابرسېره کړي . دامږې ډېرې حساسې پوزې لري اوپه ځمکه کی پټ ماینونه په اسانۍ کشفؤلای شي ، کله چې ماین کشف کړي اوځمکه ورته وکیني نوجایزه ورکړل شي اودغه جائزه ښکاره خبره ده چې دهغوی په زړه پورې خواړه وي .
دماینونوترڅنګ ، ویلجنزله دې ډؤل مږو څخه په نورومهموکارونوکی هم ګټه اخلي اودهغوموخولپاره یې تربیه کوي . نومؤړې وایي چې دامږې دانسانانولاړې معاینه کوي اودنري رنځ ( توبرکلوز) تشخیص کوي . دغه راز په زلزله ځپلوسیموکی ترخاورواوملبولاندې شؤوانسانانودرک هم لګوي اودژغورنې سبب کیږي یې .
نوداډؤل مږې دانسانانوژؤندژغوري ، ماینونه لټوي اودروغتیا سره مرسته کوي .
دلته بایدیادؤنه وشي چې دنړۍ ترټولوزیات ماینونه په افغانستان کی دي چې دیرغلګروفؤځونو، ګاونډيو اودهغوی دافغاني مزدورانولخواپه دغه خاوره کی کرل شؤي اوبې ګناه افغان بچي پری قرباني کیږي . په خواشینۍ سره باید وویل شي چې داجنایت لاپه دغه هیوادکی دوام لري اوپه عادي افغانانوکی دداسې اونوروجنایتونوپه وړاندی روحیه ، اګاهي اوپاڅون کمزوري دي . افغان اولس مکلف دې چې د خپلې بقا اواینده نسل دتحفظ په خاطردځینوجنایتنوپرضد پاڅون وکړي اوپه اسانۍ دخپلې کورنۍ اواولادونواختیارهرجنایتکار، ټوپکوال ، خارجي اودهغودلالانوته پرېنږدي . دغه خاوره دهغه چاده چې ورته وفاداروي اوخدمت ورته کوي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر