کشمالې
2009، 19، جون، جمعه
دجورج بوش دطبقاتي حملوراهیسې له افغانستان څخه عجیب اوغریب هېوادجوړشؤې دې ، که سړې په کابل کی دقمبرڅلورلارې په منځ کی ودريږي ، اوڅلورو اړخونو ته نظروکړي ، نونېږدې اولرې به دجنت اودوزخ علامې په خپلوسترګووویني . یوخوابه ورته په رنګونوڅلکېدلي ، هنداریزبلډینګونه د ګلونود باغچود پاکو(پلی رؤونو) پرسرد پاکواوچاغولاره ویانودمکېزتګونوته غاښ په ګؤته شي خوکه بل خوامخ واړوي نود دوړنواوچکړینولارو پرسربه دخېرنو مخونواوڅيرو خيرنوجاموسره ځينې داسې ځغلي راځغلي لکه مېګه تون . هغه هم انسانان دي اوداهم ، دواړه هلته په یوه سیمه کی اوسي ، خوددواړوپه ژؤند، خؤراک ، څښاک ، ناسته پاڅه اوراشه درشه کی هماغومره فرق دې لکه دقصراوخسکپې ترمنځ . که په ټولیزه توګه یې په بډایه طبقه اوغریبه طبقه ووېشونوددواړو طبقوددوستۍ اودوښمنۍ څرنګوالې هم څه عجیب غؤندی دې . د بډایودوستان خوځکه دګؤتوپه شماروي چې په کچ ورسره برابرپه اسانۍ نه موندل کیږي اودوښمني یې داسې وي چې په ښکاره درته خاندي خوپه څه چل دی ختموي هم . دغریب بېچاره خوچلونه هم نه دي زده ، ډېروخت دتوتوپه تول کی ځي اوترڅوچې په ځان خبریږي ، هره کانه پی شؤې وي خوکه بیاهم دڅه مجبوریت له کبله دکوم بډای سره ناغېړي وکړي اوبډای په محض په ګل وولي ، نوبېرته به دبډای دګلدانۍ ګوزارته هم ټینګ نه شي . دااوداسې نورډېرژؤرتوپيرونه هلته شته خوددې لپاره چې داصلي موضوع نه لرې لاړنه شم ، بېرته داولسمشرۍ کاندیدانوته ورګرزم اودهغوی په منځ کی هم یوځانګړې بحث ته رااچوم . په نيږدې څلوردرجنوکانديدانوکی دانګرېزانوخبره (سټایلیش ) کرزې ، شیک عبدالله عبدالله اودګودرښائيستونه هم شته او داسې هم پکې لیدل کيږي چې که سړې ورسره مخامخ شي ، نوپه زړه کی به هرومروووایي چې کا ش له ځانه سره می ورته دچایویونوې چایجوش وروړې وې . په هره بڼه زه دټولوترمنځ هغه شیک کاندید ته ګوته نیسم چې دیوې غربي فېشني ماډلې څخه کم خرڅ نه کوي او په څېریې هماغسې قیمتي شیان اغوندي اوکاروي یې . په هغوشیانوکی درېشي ، نیکتایي ، کمیس ، ساعت ، ګؤته ، کمربند ، بوټونه ،جرابې ، عطراونورڅيزونه شامل دي . یوڅوک به راته ووایي چې داخوهرڅوک استعمالوي ، بې له شکه چې ډېرخلک داشیان کاروي ، خوخبره په دې کی ده چې داسې بدخرڅیانې هغه څوک کوي چې دیوه انتهایي غریب هېواددمشرتابه لپاره ځان وړګڼي . که دهغه دلباس خرڅ وسنجؤل شي ، یوې درېشۍ په پيسویې یوه ډسپينسري جوړېدای شي . که دښاغلي عبدالله عبدالله په څېریې دامریکا په هغولوکسوپرستیژلرونکوپلورنځيوکی اخیستي وي چې یوعادي شې هم پکې له ۲۰۰۰ ډالروکم نه وي ، نوبیا خودکابلیانوپه اصطلاح په ( سروبور) یې له یولک ډالروڅخه زیات خرڅ کیږي اودزنانه خرڅ خوتردې درې چنده لؤړوي . که چېرې د عبدالله عبدالله صاحب دلاس ګړۍ یولک ډالره قیمت ولري نونورلباس به یې څومره ګران وي ؟ اوکه داښاغلې اولسمشرشي نولومړۍ مېرمن به څومره لګښت ولري ؟ زه نپوهېږم چې دې ښاغلې به خپله شتمني هم لکه دکرزي صاخب غؤندې لس زره ډالره اوهغه هم په یوه جرمني بانک کې ، ثبت کړي وي که څنګه ؟ کرزي صاحب چې خپل لس زره ډالره په جرمني کی پرېښي وي نودأته کالوپه تېرېدواوددومره لؤړوشاهانه خرڅونوله کبله باید څومیلیونه پوروړې شؤې وي اوکه دکابل کاریې له لاسه ووځي ، خپل پوربه څنګه اداکوي ؟ خېر، دابېله موضوع ده خوزه اوس په شیکوکاندیدانوغږېږم او عبدالله عبدالله صاحب د۴۴ کاندیدانو په منځ کی ایکي یوشیک کاندیددې . دشیکوخلکوهرڅه ډېرګران وي ، خوزمونږدډېرې ټيټې سویې ، خړپړ، ډنګراورنځورخلک چې ان په کابل کی لادپولۍ پړق ته ناست دي اودسبااوبېګا دډوډۍ درک یې نه لګي ، هغه به ددې شیک کاندید دنازونخرواولوکس جمهوري ریاست له باره ووتې شي ؟ سړي ته کله دځينوخلکوپه څرګندونوغوسه ورشي اوهغه ددې لپاره چې غلطیانې به یې هم کړي وي ، جنایتونه به یې هم کړي وي خوبیابه هم دخلکوسترګوته خاوری شیندي ، ځانونه به مطرح کوي اودرواغ به وایي . عبدالله عبدالله صاحب یوله هغوکسانوڅخه دې چې دجورج بوش دطیاروپه دوړواولوګوکی خړپړکابل ته رسېدلې واوتراوسه په ټولواموروکی ، که هغه ښه وو اوکه بد ، شامل وخواوس چې دانتخاباتواوغؤلېدووخت بیا رارسېدلې ،کله دپارلماني نظام وړاندیزوکړي اوکله دداسې یوڅه په هکله چې فقط لاسلیک پورې اړه لري ، دکمرې مخې ته سټرګې بټې بټې کړي . که خدای مه کړه داشیک ماډل اولسمشرشي ، دمعمرالقزا في په څېرد ۸۰ پۍ مخونجونوباډي ګارډ جوړکړي اودهرمحفل لپاره دګلونوپه غؤنچوپسې داریاناالوتکه هالینډ ته واستوي ، نوپه افغانستان کی خو۳۰ میلیونه نفوذ ورته نه شي ټينګېدې خوچې په دذکاتونواوخېراتونوراټوله شؤې دولتي بودیجه به ورته څومیاشې ټينګه شي ؟
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر