دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

انټرنېټ ټېلېفون ، یوسپيناوې اويادوونه

ګرانواومحترمودوستانواومینه والوله درناوي وروسته اړیم چې دخپلوايمېلونواولیکلوپيغامونوپه هکله له دې پېله تاسوته یادوونه وکړم چې که څوک زمادمکاتبوسره په پټه شکمن توکي یوځای کوي اوتاسوته یې دراستوي ، بایدمخکی له پرانستویې ټست کړۍ اویاماته خبرراکړۍ ځکه زمایوډېرنیږدې دوست راته
خبرراکړچې زماایمېل یې له( سپام ) سره ترلاسه کړې . زه خوپه دې رنګ تخنیکونولاتراوسه نه پوهېږم همدااوس زماپه یاهوایمېل بکس کی ۹ دسپام پيغامونه ساتل شوي دي چې د( ډېل) له مشهورې کمپنۍ لخوا داعلاناتوپه څېررالېږل شوي دي . ددوی هرڅه داسې وي لکه سړې چې دجووال په سرکی ګازرې اوپه بېخ کی یې مولۍ واچوي .
څه وخت مخکی می یووېبلاګ په وېبلاګرډاټ کام کی دسیالۍ په نوم خلاص کړاوخوښ ووم چې ځه او خپل وېبلاګ اوخپل اختیارشواواوس به له خېره سره دخپلوملګروسره یوځای له زړه نه پټ شیان رابهرووم اوعامې تماشې ته به یې دکمپيوټرپه پرده ځلووم خوزه څه خبرووم چې کوربه زماوي خوواک به یې دملاوي . بس یوشې مې جوړکړچې دکنډيباغ په سویه هم نه دې . خېراوس خوداطوق ماپه غاړه کی اچوولې ، خلاصون مې تری نشته ، نوچې داسې ده نودځان سره می فکروکړچې که دملاسیدنورغوندی ځانله په حضیره کی دېره شم همولاکه ژوندوي نوراشه یوځوژوندي یاران راوبله ګوندې دابوج چې درباندی ایښودل ، درته اسان شي نوځکه مې یوڅودوستانوته بلنلیکونه ورواستول ، دځينوخوهډواحوال هم رانغې اودنوربېک ډزشونه یې دوندړه ښکاره شوه اونه دمړدکي لورې خوهغه چاته چې بیامی وراستوولې وو، دپکې دواده زېرې وو، په قسمونویې هم باورنه کېده اوداځکه چې زماله پيغامونوسره سپام ضمیمه وو. بیاهم کوریې ودان چې خبرخویې کړم کنه هغه دچاخبره څوک راسره نرخ نه مني اوزه په دې خیال کی ډوب ووم چې حتما ٔ به یې راته درانه وتلي . هۍ خدایه ، دازه به ترڅود ساده ګل په تذکره ژوندکووم ؟ په خواشینۍ سره بایدوویل شي چې دارنګه اونورپه جاسوسۍ پورې تړلي عملونه اوکارونه دکمپيوټرودسافټ وئرخورالویې کمپنیانې اوپه زرکونونورې ادارې اومؤسسات کوي .نودیوه وېبلاک په جوړولوکی زماموخه اومهارت همدادې چې څه په زړه اومغزوکی لرم هغه دکمپيوټرپه پرده هرچاته ډاګیزکړم ، زه له دې نه ډارنه لرم چې څه لیکم خوله دې ډېرډارېږم چې زه به له ځانه خبرنه یم اوشیطاني ماهرانوبه زماپه نوم څه څه نه وي کړي ، نوددې لپاره چې پخپلومنځوکی شکونوته ځای ورنه کړوبایدهرشکمن ایمېل اولیکنه دبحث لپاره رامخ ته کړو اوپلټنه یې وکړو. ددې سره هردوست ته ډاډورکووم چې زه به پخپل ژوندکی داسې کارونوته تن ورنه کړم چې دوجدان له پولې اووښتې وي . زه پخپل ځان پوره باورلرم چې دخپلومټوپه ستړیا ګټلې ډوډۍ به مې هیڅکله په رګونوکی دغلامۍ وینه ونه ځغلوي . دیوه تنقیدي اوصادق ژورنالیست په توګه به له خپله هوډه وانه وړم . کېدای شي سپا م دومره تاواني پروګرام نه وې خوداچې زماله اي مېل سره يې بل څوک دکوم نامعلوم هدف لپاره ضمیمه کوي ، یوغېرقانوني اوغېراخلاقي کړنه ګڼم اوپه جدي توګه یې غندم . هغه چاته چې زه ایمېل استووم ، پوهېږم چې زما دوست اوماته دقدروړدې اوغواړم چې اړیکې ورسره جاري وساتم . همدغه رازکه کوم نوي افغان ورورته ایمېل ولېږم البته دحسن نیت اوپېژندګلوۍ په موخه به وي خوکله چې پوه شم چې ځان په لوړوکی شمېري بیایې نه ددوستۍ طمع لرم اونه ددوښمنۍ ، به هره توګه داسې ملګري اودوستان می هم درلودل چې په میاشتومیاشتوله فامیل سره زماپه ټغرناست ووخوچې دارهټ منګوټي یې ډک شول نوبیایې نه پېژاندم اوترننه می هم نه پېژني خوزه اوس هغوی په هره معناپېژنم . خېر داخوپه ژوندکی راځي چې کله وارداباوي اوکله دادې خوڅه چې نن دې لیکنې ته اړایستلم هغه دې وېبلاګ ته دځينوملګرورادعوتوول ووچې کومې نامعلومې منبع زمادایمېل اوبلنلیک سره ( سپام ) یوځای کړې وواوزه تری خبرنه ووم. متاسفانه دجاسوسي اودوایرس پروګرامونه اواستعمالوونکي دومره زیات دي چې په شمېريې سړې ستړې کيږي اومخنیوې یې ناشونې کاردې ، خوزه که سړې په دې هکله ابتدایي اګاهي ونه لري ، نه یواځې له مالي زیان سره مخ کېدای شي بلکه دخپلمنځي ناباوریواوزړه بداوي سبب هم ګرځي . یوکمپيوټررانیول خوراډېروپيسوته اړتیالري اوپه وائرس له کاره غورځېدای شي . په دې کی تاوان یواځې دکمپيوټراخیستونکي ته اوړي خودجوړوونکي اوپلورونکي پکی فایده وي . ددې په څنګ کی حکومتونه دخپلوګړواودنوروهیوادونودوګړوتعقیب هم کوي ، دداسې رژيمونو ښکاره اوپټ پولیس جاسوسي پروګرامونه دانترنټ په مرسته کمپيوټرونوته ليږي اوهلته په سیستم کی پټيږي اوپرهغه کمپيوټرچې هرڅوک کارکوي هغه هرڅه په اوټوماتیک ډوول دخفیه اوجاسوسي اداروسره ثبتیږي . زه په دې حئران یم چې زماخوهیڅ شې پټ نه دي پرته له تشنابه اوکه رښتیاووایم په دې هم باورنه لرم اوپه کموډ هم شک لرم نوځکه غواړم داشیان چې زه پخپله ورسره هروخت لاس اوګرېوان یم ، ستاسوداګاهۍ لپاره دلته ذکرکړم. که څه هم انټرنیټ دانساني ژوندیوه ښه برخه ګرځېدلې خوله بل پلوه یې له انسانانوڅخه شخصي ژوندهم غلاکړې اوجنایتونه یې یواځې په یوه کلیک پوری تړلي دي . که دایوه لویه معلوماتي نړۍ ده خویو(شهری ناپرسان ) هم دې ، که څوک وغواړي له انټرنېټ څخه ښه اوسمه استفاده وکړي هم اختیارلري اوکه غواړي غلطه اوجنایي استفاده تری وکړي هم اختیارلري ، لکه بل هرعمل داهم دانسان په وجدان پوری اړه لري چې څنګه له انټرنټي تیکنالوژۍ څخه استفاده وکړي . ددې ترڅنګ بایدهېرنه کړۍ چې دتړلوتمبوترشاته په یوه ځانله خونه کی به هم ترڅارنې لاندی یاست که کمپيوټرمودانټرنېټ له جال سره نښتې وي . ستاسوکمپيوټرونه په هرصورت اوپه ډېروطریقوترڅارنې لاندۍ وي دبېلګې په توګه که څوک دکوم نېټ ورک سره قراردادولري نوهغوی دهماغه ارتباط لپاره یونمبرجوړوي اوټول ارتباطات یې له لرې واټن څځه کنرولیږي اوکه دبېلګې په توګه په افغانستان کی پنځه انترنټي نېټ ورکه وجود ولري نوددوی نړۍ والې نښلوونې به هم دهب اوراوټرترځانګړوکوډونواوادرسونولاندې فعالیت کوي . همدغه راز هرکمپيوټرخپل کوډاویانومره هم لري چې دلرې واټن د( سرور) په نوم بل ارتباتي کمپيوټرسره ثبت وي . دانترنېټ په مرسته دسافټوئرانجینران اوتخنیکران کوولای شي دپروګرام په مرسته یوکمپيوټردنړۍ په هرګوټ کی ترمیم کړي . دنن لپاره دسپام په هکله تاسوته دالاندې په انګلیسي لیکل شوي معلومات مخې ته ږدم اوهیله کووم چې په دې هکله به موپوښتنه ځواب شي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه