

چې غوټې پسې وهي په لاس به ورشي
چاوېل داچې په دریاب کی ګوهرنشته
دکندز(قندوز) ولایت چې پخوازمانوکی د(ډراپساکا) په نوم يادېده اوسکندرکبیرهم ورغلې وو، دافغانستان له شمالي ولایتونوڅخه یوښکلې اوحاصلخېزه ولایت دې چې ددشت ارچي اولسوالي ، حضرت امام صاحب اولسوالي ، خان اباد اولسوالي ، چاردرې اولسوالي ، قلع ذال اولسوالي اودعلي ابادعلاقه داري ورپورې تړلي دي .

دلته به ددې ولایت یوه مشهوره اولسوالي په څوجملوکی معرفي شي چې زمادځانګړې پاملرنې زړې دې : هغه اولسوالي د (دشت ارچي ) په نوم یاديږي . ویل کیږي چې ددې اولسوالۍ ډېري اوسېدونکي پښتانه دي خودتاجکو، ازبکو، ترکمنواولږکیوقزاقانوکورهم دې
ددشت ارچي اولسوالۍ شمالي څنډې ته داموسیند چې تاریخي نوم یې اکسوس دې ، بهیږي اوپوری غاړې ته یې دتاجکیستان څنډه لګېدلې ده ، ختيځ ته یې دخواجه غاراولسوالي ، لوېدیځ ته یې دحضرت اما م صاحب اولسوالي ، جنوب ختیځ ته یې دخان اباداولسوالي اوجنوب ته یي دکندزولایت مرکزاوسیمې دي.

درې لسیزوجګړومونږاوزمونږبچوته داتحفه راکړې

درې لسیزوجګړومونږاوزمونږبچوته داتحفه راکړې
د دشت ارچي طبیعت له للمو ، اوبیزو اودڅړله دښتو اوغرونوڅخه جوشوې دې چې للمې اوڅړځایونه يې په واورواوبارانونوپورې تړلي ، په هغه کال چې ډېرې واورې اوبارانونه وشي په للموکی غنم ، زغراونخودښه حاصل ورکوي اوکه واوره اوباران نه وي ، بزګران اوکوچیان له ستونځوسره مخ وي . ارچي داوبيزوځمکولپاره دوه لوی نهرونه لري چې دنهرجدیداونهرکهنه په نومونوياديږي اودکوکچي له سينده په ګډه بېل شوي اوددوبندۍ په سیمه کی په دوه ښاخونوبېلېږي چې ددواړوښاخونوڅوکې دجنوب خواته دقطربلاغ ترپولوغزيږي اوزراعتي ځمکی خړوبوي . دارچي اولسوالي ددوولوړوغرونو، امبارکوه اوقوطربلاغ جان ولي ترمنځ پرته ده ، پسرلې یې یوعجیب کیفیت اوزړه راښکونکې منظرې لري ، خاورینې تپې یې تکې شنې شي ، په لمنوکی یې دريدي سره ګلونه وغوړيږي اوپه ناوونوکی دکوچیانورمې اوکېږدۍ راڅرګندې شي ، هره غونډۍ پرسردشنووښوټوکېل داسې ښکاري لکه یوزلمې چې دخپل سروېښته بونډي کړي اوپرسریې واړه زېړکلونه داسې ښکاري لکه ددپېغلوچارګلونه چې پری غورځېدلي وي اودريدي په سروګلونوچې سيلۍ راشي اوغونچې غونچې یې یوخوابل خواواړوي راواړوي سړي ته د ګودرپه غاړه سره پلوونه وریادشي . په باغونوکی ونې غوټۍ وسپړي چې په ليدویې سړې داسې فکرکوي چې ګنې هره غوټۍ راته خاندي . خوداټولې نظارې ډېرې ژرتېرې شي اوبیاټولې غونډۍ خړې خاورې وي ، هرې خواته دوړې اوګردونه وي اوداسلسله ترمني پورې روانه وي . ددې سیمې دوبې سوځوونکې وي خویواځې دسهارله ۹ بجوڅخه ترلمرپرېوتوپورې اوشپه یې یخه وي اوسړې دشپې لخواڅادراغوستوته اړکیږي . دشپې لخوا دستوروتماشه اودسپوږمۍ رڼا یې بېل کیفیت لري . کله چې مونږپاکستان ته په هجرت مجبورشونودصوبه سرحددکیمپونواودپېښوردښارګرمۍ اوماشوبه دومره په تنګ کړوچې دخپلې دشتې دژوند ارمان به مووکړخوچاره څه وه ، مونږ دډانګ اوپړانګ ترمنځ شپواوورځوته اړشوي ووبله چاره مونه وه اوله بده بخته ، زمونږکورنۍ دسرویرغلګروله راتګ څخه پخوادهغوی دغلامانوله لاسه دکلي کورپرېښودوته مجبوره شوې وه . دشت ارچي له ښکلي پسرلني موسم سره سره دخواروبزګروغمونه نه غلطوول ځکه چې له یوې خواپه نهرونوکی اوبه وچېدلې اوله بلې خوابه دشړک بارانونواوسیلابونوته په اندېښنه کی وو، کله به چې بارانونه وشول اوسیلابونوبه ډنډونه جوړکړل نوترڅوورځوبه ددغوډنډونواوبه دحیواناتواوانسانانودڅښولپاره کارېدلې په ځانګړې توګه زمونږ ځمکې دغره لمنې ته نېږدې پرتې وې اودڅاګانوکېندنه ډېره سخته اوبې وسېلې وه ، دوخت چارواکودې سترې اوحیاتي ستونځې ته پام نه کاوه ، همداسبب ووچې دارچي زیاتره خلک دمهلکورنځونولکه ټي ـ بي ، زېړې ، ملاریا، سپوڼې ، دانې ، میننجایټس اوجلدي امراضوڅخه زورېده . دټولې اولسوالۍ لپاره یوډاکټر، یوکمپوډر(فارمسیست) او یوواکسیناتور ګمارل شوي ووچې مسلکي تجربې یې نه درلودې اودلروپرتوکلیوخلکودډاکټر، دوااووقایع پرځای په دم – تعویض اوحکیمي بوټواوروایتي ټوټکورنځوران رغوول غوښتل ، هلته دمېندواوماشومانودطبي مرستولپاره هیڅوک اوهیڅ تدبيرنه وواوفکرکووم چې داحالت اوس هم موجوددې . نوزماپه نظر، که دپاکواوبوستونځه حل وای نوبیابه هم په مرضونواودماشومانوپه مرګ کی کمښت راغلې وای . دحفظ الصحې ، نظافت ، روغتیاساتنې اونورودژوندمهموچارولپاره عامه اګاهي پکارده ، ددې ستونځودلمنخه وړلولپاره دخلکواومرستندویواداروترمنځ تفاهم اوهمکارۍ ته اړتیا ده ، یوې خلاقه رهبرۍ اواستازګرنې ته اړتیاده ، داهغه څوک کوولای شي چې اوږدې تجربې ولري ، وړتیاولري اومسؤلیت اوفرایض وپېژني اودسپېڅلي وجدان څښتن وي . نواوبه خویوحیاتي عنصردې او په ارچي کې ددې حیاتي عنصرکمې وواولادې . پخواله جګړې داوبوله پلوه دخلکوستونځې داوې:
۱ – دنهرونوتشوول له شګوڅخه چې ځينې وخت به یې ان دوه میاشتې هم ونیولې اودځمکوڅښتنان به مکلف وو چې دنهرکیندنې لپاره سربندته کاله سرسړې واستوي. دایوډېرستړې کوونکې بیګاراوډله ایزکارووچې هرنهرکیند به دهفتوسړه ډوډۍ ، چای ، بوره ، کاسه ، چای جوش اوخپل یوم ( بېلچه) په شا تړل اوهغه ځای ته به یې ځان رساوه
۲ - دکوکچې په سیند کی داوبوکمښت (په غرونودواورولږاورښت اویا دژمي سختي اودواوروسست ویلي کېدنه)
۳ ـ سېلابونه راتلل اوورخونه اوبندونه لمنځه وړل .
۱ – دنهرونوتشوول له شګوڅخه چې ځينې وخت به یې ان دوه میاشتې هم ونیولې اودځمکوڅښتنان به مکلف وو چې دنهرکیندنې لپاره سربندته کاله سرسړې واستوي. دایوډېرستړې کوونکې بیګاراوډله ایزکارووچې هرنهرکیند به دهفتوسړه ډوډۍ ، چای ، بوره ، کاسه ، چای جوش اوخپل یوم ( بېلچه) په شا تړل اوهغه ځای ته به یې ځان رساوه
۲ - دکوکچې په سیند کی داوبوکمښت (په غرونودواورولږاورښت اویا دژمي سختي اودواوروسست ویلي کېدنه)
۳ ـ سېلابونه راتلل اوورخونه اوبندونه لمنځه وړل .
چې کله به مناسب اوبه خوړموجودوونوکروندګرودغنمو، جوارو، مئیو ، کونځلو، لوبیاو، پنبې ، خټکیواوهندوانوښه فصلونه اخیستل اوونې بوټي اوسابه یې هم کرلای شول خوکه کافي اوبه به دفصلونولپاره نه وې نوفصلونه نه کېدل اوخلک لکه څنګه چې غریب وو، ترګدایې به ورسېدل . په ډېرخفګان بایدووایم چې دېرش کلن مصلح ناتارونوهغه پخواني شنه بڼونه اوله مېووډکی ونې هم له ځانه سره وړي چې زمونږه محنت کشوخلکوپه ډېروتکلیفونولاس ته راوړي وو. ارچي یوځل بیاپه پخوانۍ دښته اووښتې وو او بېرته هغه سپېره حالت ته ګرزېدلې وو چې ناقیلین ورته لومړې ځل ورغلي وو. دناقیلینوله ورتګه پخوا ، ارچي یوه سپېره اوسوزنده دښته وه تردې چې دوچوخرډګونوسوروته به سپېرکونډکوهم تیګې وهلې خوددوی په محنت ، خلاقیت دمټو، بېلچو، نووښتونواوکلونوکلونوزیاراو زوردغه شړې اومئرې خړوبه ، دکرکیلې وړاوپه شنو بڼونو واړوولې .ددوی بڼونواوځمکوته نوي مرغان هم راکډه شول اوهغه په درانه خوب پرته اوکراره دښته دچنچڼواوتوتکیوپه چغارراويښه شوه ، دفطرت په رنګونوښائسته شوه اودیوه ښائسته اوژوندي طبیعت مالکه شوه . دثوورترکودتاپورې دوه لېسې اودوه منځنۍ ښوونځۍ جوړې شوې وې اویووړوکې روغتون اودرې درملتونونه هم جوړشوي وو. دارواښادداؤدخان دجمهويت په پای کی یوکلب (افغانان یې کولوپ بولي ) ، عصري حمام اوښارته دڅښلو دصحي اوبوژوره څاه اوداوبودنلونوغزوول هم شوي وو. له دې پرته دقضا لپاره مناسبه خونه هم جوړه شوه . خدای مې دې غاړه نه بندوي خودارچي دبازاریواځې دکندزراسته ترکلبه پورې تریوکیلومتراوږده وه . څه کلونه لاتېرشوي نه ووچې دمکار، سره استعمارپه ناولوقدمونواوددوی دغلامواووطن دوښمنوخلقي اوپرچمي ډلواوبې مسؤلیته تنظیمي ټوپکچیانوپه غوبل کی دغه کلي اوباغونه یوځل بیا په دښته واوښتل ، زیاتره ناقلین پاکستان ته په مهاجرت مجبورشول . په دغه دوره اوله هغه څخه وروسته داستاذ رباني دحکومت په دوه کی دزیاتروناقیلینوځمکې دازبکوملېشولخوا نیول شوې وې اودخلکودځمکوپولې اوحدود یې ګډوډ کړي وو، په سیمه ایزه دولتي اداره کی ټولې ملکیتي دوسیې اواوراق لمنځه وړل شوي وواوکله چې کډوال له پاکستانه خپلوځمکوته ستانه شول ، دشخړو، دعواوجګړوسره مخ شول . که څه هم بې شمېره ستونځې لاپرځای پرتې دي اوپه دې به بیالیکنه وشي خواورېدل کیږي چې دشت ارچي یوځل بیا له سپېرې دښتې اوکنډروکلوڅخه دشنوباغونو، شنوفصلونواوابادوکلوپه لورګامونه اخیستي دي ، خدای دې وکړي چې دامزل لنډ شي اوبیا په دې لاره کندې اواغزي راپيدانه شي .
وږې تږې ناست په خپله بوریاښه یم ........ نه دتخت دپاسه ناست دبل کره
وږې تږې ناست په خپله بوریاښه یم ........ نه دتخت دپاسه ناست دبل کره
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر