واحدمشواڼې
څه وخت مخکی اسوشيېتېد پريس خبرخپورکړچې ساینس پوهانونوې نښې موندلي چې دوړوصحتمندوماشومانوپه ناڅاپه مړینه کی په مغزوکی هغه کیمیاوي ماده رول لري چې حالت (طبیعت) کنټرولوي.
دنوزېږدوماشومانودمغزودنرۍ ټوټې اوټاپسي لومړې داشک را پيداکړچې په مغزوکی د سېراټونن
Serotonin ( 5-hydroxytryptamine)
یاپه نوروټکو ، دهائدروکسي تریپتامین عدم توازن ( ګډوډوالې ) شاید دماشومانودناڅاپي مرګ سبب وګرځي . متخصصینوپخوا نشوکوولای چې په ډاډسره ووایي چې دماشومانودناڅاپي مړینې عوامل څه دي خواوس په ایټالیا کی څېړونکوپه داسې مږوچې له سېراټونن سره زیږېدلي ، څېړنې کړي اودې پایلې ته رسېدلي چې ددې کیماوي توکي اثرددماغودغېرنورمال حالت اوله دې سببه دناڅاپي مرګ لپاره کافي دې. ددې کارسره داهیله هم زیاته شوې چې یوه ورځ به دنووزېږېدلوماشومانودناڅاپه مړینې دمخنیوي په غرض کلینیکي ټسټونه رامنځ ته شي.
دیوې میاشتې څخه تر یوکلن نوزېږدوماشومانودا رنګه ناڅاپي مرګ د ( اس ، ای ، ډي ، اس ) په نوم یاديږي یعنی :
Sudden Infant-death Syndrome (SIDS)
دناڅاپي مرګ له کبله هرکال دامریکا په متحدوایالتونوکی څه دپاسه دوه زره نوي زېږېدلي ماشومان ژوندله لاسه ورکوي اوداله دې کبله چې متخصصین دداسې مرګونوپه علتونوتراوسه نه پوهېدل اونه تراوسه ورته لابراتواري تیسټ موجوددې .
ددم ګړۍ لپاره متخصصین مېندو، پلرونواوماشومپالوته مشوره ورکوي چې خپل نوزېږدي تنکي ماشومان دشاپه تخته پرېباسي اوهیڅکله یې په خېټه پرېنباسي . همدارنګه له مېندواوپلرونوڅخه په کلکه غوښتنه کوي چې دخپلونوزېږدوماشومانودويده کېدوپرمهال له لوګي او سګرټوڅخه ډډه وکړي .
بله مهمه مشوره داده چې خپل تنکي ماشومان دخوب په وخت کی زیاتې ګرمۍ ته پرېنږدۍ.
سېراټونن څه شې دې ؟
دایوه مرکبه ماده ده چې په وینه ، دوړوکولموپه دېوال اومرکزي عصبي سیستم کی په ډېره اندازه موندل کيږي اوګمان کيږي چې لکه دهیستامینوپه څېر، په التهاب اودمایګرېن سردرد په پيداکوولوکی رول لوبوي . هغه دواګانې چې دسېراټونن په څېراثرکوي ، دمایګرېن دتداوۍ لپاره کاروول کيږي . سېراټونن دنیوروټرانسمیټرپه توګه عمل کوي اوګومان کيږي چې په مغزوکی یې مناسب مقدار د مزاج (طبیعت) په ښه ساتلوکی ونډه لري . هغه دواګانې چې خپل تاثیراوږدوي ، دانتي ډپرسنټ ( ډپرېشن ضد) اود خوب داعادې لپاره تری کاراخیستل کیږي .

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر