دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

انسان پېژندنه

واحد مشواني
دامریکامتحدایالتونه ، نیوجرسي
‏2011‏، 24‏، جولای‏، يکشنبه

دااصطلاح چې (دانسان پېژندنه سخته وي) زمونږپه هیوادکی زیاته کارؤل کیږي اوښایي دنړۍ په نوروهیوادونوکی به هم کارؤل کیږي خوپوښتنه داده چې رښتیا هم دیوانسان پېژندنه سخت کاردې ؟ هو، ځکه چې
انسان پېژندنه یوډېرپراخ اولوی علم، تخنیک او بحث دې چې انتروپالوژي ، سوسیالوژي ، سیکالوژي ، طب ، ساینس ، تاریخ ، جغرافیه ، سیاست ، اقتصاد، کلتوراومذهب ورسره کلکې اړیکي لري . داعلمي څېړنې ، موندنې اوارزؤنې له یوکس څخه پېل کیږي اوپه ټولنه پای ته رسیږي . ددې علوموپه رڼاکی د انسان په صفت دیووګړي دشخصیت ، کیفیت اوخواصوڅېړل هم اوږده اوژؤره هراړخیزه مطالعه ، تجربه ، مهارت اواوږدوخت ته اړتیالري . مونږکه ددې څېړنې لپاره ترټولواړین علوم اوتخنیک غؤره کړوواوپه دې توګه وخت سپماکړوو، بیاهم اړکیږوچې لومړې دهماغوعلوموتحصیل وکړوواویووخت ورته وټاکوو. دیووګړي دخواصودارزؤلولپاره سیکالوژیکي پوهه اود هغه دکیفیت دارزؤنې لپاره دسوسیالوژي علم ته اړتیا وي . داچې زمونږځينې باسواده کوول (همزولي مشران) په دې علوموکی څه ناڅه تحصیل اویاتجربې لري نودوی ته دخپلوتجربوپه مرسته دیووګړي چټکه اولومړنۍ پېژندګلومنطقي قضاوت وي چې بل ته سم له واره نه څرګندیږي اودوخت په تېرېدودلازیاتې کتنې سره یې پایلې پړاوپرپړاوبدلېدای شي . دیووګړي په چټکوپېژندګلوکی دهغه څهره ، خبرې ، نوم اوجامې ځای لري خوتردغه وخته لا څېړونکي ته دهغه وګړي خواص اوطبیعت نه وي څرګند. دیووګړي اوانسان په پېژندګلوکی هم توپيردې نوځکه يوڅوک دوګړي په توګه اودانسان په توګه بېل بېل ارزؤل کیږي .
وګړې : ځانګړې نوم دې چې دیو یوقام ، ملت ، جغرافیه ،رنګ ، ژبې ، نسل ، شخصیت ، قانون اودولت په شرطونوپورې تړلې وي اویويؤستوې انسان یې مالک وي . دیووګړي دپېژندګلوپروسه دهغه له زېږېدوڅخه پېل کیږي اوپه وفات یې پای ته رسيږي ؛ په دې اوږده پروسه کی یووګړې خپل تېرکیفیتونه اوخواص درپېژندلای شي اوتاسویې ارزیابي هم کؤلای شۍ خوهغه وګړې خپل راتلونکې نشي درپېژندلای ؛ دیووګړي عمر، پوهه ، کړنې اوتجربې پړاوایزې وي اوځينې پړاوونه خوددغه وګړي له واک ، اختیاراوطاقت څخه هم ازادوي نودغلته ده چې یووګړې پړاوپه پړاوځپل څرنګوالې اوځانګړتیاښيي اومونږپه طبیعي توګه اړکوي چې انتظارورته وکړوو . په دې حساب که یووګړې (۸۰ ) کاله عمرولري نومونږیې پېژندګلوهم په (۸۰ ) کالوکی بشپړؤلای شوو.

انسان : یوعموي نوم ، صفت اوارزښت دې چې هروګړې یې مالک هم وي اوملکیت هم ، یانی هم په یو وګړي اوهم په ټول بشریت پوری تړلې وي . ماشوم لومړې بې له شرطه دانسان په توګه زیږي ،بیا په شرطونودیووګړي په توګه نوم اوتابعت خپلوي . دغسې دیوه هیوادوګړې د بل هیوادوګړې نه وي ، دتوررنګ وګړې دسپين رنګ څخه بېل وي ، یووګړې سرې جامې اغوندي خوبل شنې اغوندي ، یووګړې په پښتوژبه غږیږي خوبل وګړې په انګلیسي غږیږي نو دا صفتونه ، تړاوونه ، شرطونه اوفکرونه دي چې دیووګړي دځانګړتیاوبرخې جوړوي خوکله چې دانسان ارزؤنه مطرح شي ، بیا پکی درنګ ، نژاد ، مذهب ، عقېدې ، ملت ، قام ، ژبه ، جامې اودې ته ورته ځانګړتیاوې رول نه لري بلکی هغه عمومي کیفیت اوارزښت پکی رول لوبوي چې دټولووګړولپاره یورنګ ،صفتونه ، تړاواو اندازې لري . دې ټولوعلومو، تجربو، وخت اوکته ګوریوته په کتو سره بایدووئيل شي چې رښتیا (انسان پېژندنه ) اسان کارنه دې 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه