دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

ژبـــــــــــــه: له باباادمــه تردې دمــه

ډالــــۍ

یوناني فیلسوف اپلاتون د غوره ټولنې (کمال مطلوب ټولنې)لپاره په فیلسوف واکمنانو را چاپیر و: په دې ډول چې یا دې پاچاهان فیلسوفان شي یا دې فیلسوفان پاچاهان شي. اپلاتون په خپل ژوند کې فیلسوف واکـمن یا واکمن فیلــسوف مینــده نکړ. خو ما خپل فیلسوف واکمن مینده کړ: زما په زړه کې جناب ډاکــټر صاحـب عبدالصمد حامد هم پوه مشر دی او هم مشر پوه (سینیر سکالر) دی. زه دا کــتاب خپل پوه مشر او مشر پوه منلي ډاکټر عبد الصمد حــامد ته ډالــۍ کوم ځــکه چې خپله پوهه، خپله عقیده او خپل هیواد یې په هیچا نه دي پلورلي، په علمي موضوع ګانو کې يې زما سره نیغ بحث کړی دی اوپه خپلو سازونکو نیوکو او پوښتـنو یې زما څیـړنې غښـتلې کړی دي. د بیـلګې په ډول، زما په دې کـتاب ګـوټي کې د ده د وه پوښــتنو زه لا زیاتې څیـړنې ته وهـڅولم: لومړی، په دولتونو کې د رسمی ژبې او ملي ژبې د توپـیر مثالونه به کوم وي؟(د دې کتاب اووم فصل). دوهم، په نولسمه پیړۍ کې په فرانسه کې د ژبپوهنې ټولنې ولې د ژبــې د منـشا بحث مــنع کړ؟ ( د دې کتاب دوهم فصل). دغه شان د پوه مشر او مشر پوه ډاکټرعبد الصمد حامد مفکورو زما په یوه بله انګــریزي لیکنه کې هم ګټور رول لوبولـی و، په دې سرلیک

Zirakyar, Relocate United Nations to Jerusalem to Harmonize Civilizations, 2008. Electronic Version

منلی او سپین سپیڅلی سړی ډاکټر عبدالصمد حامد یو پوهنتون دی چې سړی پکې د دین او دنیا منځګړتیا زده کولی شي. افغانستان داسې چاته کلکه اړتیا لري چې د دین او دنیا په منځ کې منځګړی( واسطه) شي. ډاکټر رحمت ربی زیرکیار

۵/دسمبر/۲۰۱۰= ۱۴/لیندۍ(قوس)/۱۳۸۹لمریز


نــــنـــــــــــتــوځ


نن د پوهاوي راپوهاوي د لوښي (وسیلې) په ډول د ژبې وظیفه اسانه شوې ده، خو خبره د ژبې په هویتي-احساسي وظیفه کې ده او په یوه مشخصه سیاسي ټولنه(دولت) کې د ژبې د سیاسي اقتصاد په ساحه کې ده .

دا کــتاب د ژبـې بـــېلا بــېلې دیــني،ازلــي(ذاتي)،تاریـخي-پرمختیایي،،هویتي، ارتباطي (مراوده وي)،سیاسي-ملي او اقــتصادي څـڼـډې څیـړي،په بــشري ټــولنــو کې د ژبــې اهمیت را سپـړي، او هغې مشکلې پوښتنې ته د ځواب په میندلو رڼا اچوي چې ژبه له کـــومــه راغــله. بله غـټه پوښتنه داده چې که د ژبــې تکاملي پرمخــتیا (اٍیولیوشنري ډیولپمینټ) واقعــیت وي، دغــه عـمــلیه به نوره په کومه خــوا روانــه وي او پـخپله زموږ انسانانو تکاملــي پرمخـتیا به کــوم پـړاو ته ورسیـږي؟! دې پوښتنې ته ځواب به د راتلونکو پوهانو په مغزو کې خاپوړې وکړي.

ژبه نږدې یوه «معجزه» ده چې په وینا کې نه ځایـیـږي، تو پیر نه لري چې له کومې څـڼډې ورته وګورو. که ژبه نه وای، دینونه به ناشونی وای، انسانان به یو بل ته پردیان وای، ...بې له ژبې به استعـدادونه پټ وای او فکرونه به شړ وای. کمپیوټرنیټ (کمپیوټري جال) نن یوه اریانوونکې پرمختیا ده، خو د پخواني بې جسمه واقعیت(ژبې) سیوری دی. په دې کتاب کی به لوستونکي د ژبې د بحث د ژورتیا خوند وڅکي، د ژبې د مرموزو څڼـډ و ننداره به وکړي،او د امریکایي کمیاګر او ژبپوه بن جمین لي وورف د فرضیې(هیپاتیزیس) سره به اشــنا شــي.

په دې کتاب کی سربیره په ډالۍ،مننې ، ننتوځ ، پایلې (نتیجې) او دوه ملونو اته پړکي (فصلونه) خوندي شوی دي. لومړی پـړکی د ژبې په منشا راڅرخي. دوهم پړکی دې پوښتنې ته ځواب لټوي چی په نولسمه پیړۍ کې په فرانسه کی د ژبپوهنې ټولنې ولې د ژبې د منشا په اکله بحث منع کړی و. دریم څپرکی زما په خوب لیدلو (۱۸-۸-۱۳۷۵ لمریز=۹ نومبر۱۹۹۶ زییز) را چاپیر دی چی په صحنه کی یی احمد شاه بابا،پښتو بابا محمد ګل مومند، ویداند (علامه) سید جمال الدین افغان،رام چند، او محمد څرګند لوبغاړي دي. په څلورم پړکي کی د افغانستان د یوه کړکیچ په هغه توپیر ګړیـږم چی د سیاسي هېوادوال(سیاسي تبعه) اوکلتوري هیوادوال ترمنځ عملا په دولتي رسمي اداروکې لیدل کیـږي . په پنځم پړکي کی په ارګ(دولتي مرکز)، جومات، او اساسي قانون کی د پـښتو په چلن رڼا اچول شوی ده. په دی پړکي کې ارواښاد وزیر محمدګل مومـند په شلمه پیړۍ کې د لومړي او هغه جدي مفکر په څیر معــرفي شوی دی چی د ژبــې په سیاسي اقــتصــاد پوهـــیده. په شپــږم پــړکي کې دوه هیواد دوست پښتون ساپوهان( پوهاند سید بهاالدین مجروح او ډاکټر کبیر ستوری)معرفي شوی دي او په څنګ کی یې د طنـز په ډول په ګوانتانمو کې د پښتو رسمي کېدنې ته او د جلالت چـپن حامد کرزي په ارګ کې د پخوا په شان د فارسي رسمي کیدنې ته ګوته نیول شوې ده. اووم پړکی د ژبې او عقل په اکله په یوه مهمه عـربي مقوله پیل کیـږي چی د ژبپوهنې ډاکټر نیکولس اُستلر پرې د خپل پڼـډ کتاب سریزه پیل کړې ده. په دې تر ټــولو اوږده پړکي کې د رسمي او ملي ژبو پولې ښودل شوې دي، د ژبني ټکرونو لاملونه ښودل شــوي دي، او د ژب سیاست (د ژبې د معیاري کولو) او د ژب پلان اساسات او بېلګې پــه کې انځور شــوي. په اتم پــړکي کې په بــرتانوي پاکستان کې چې د افغــانستان په خــاوره یې خېټه اچولې ده او د پښـتونـخوا سـره استعــماري چلن کـوي، د پښتو ژبې ســیاسي اقتصـاد راسپـړل شوی دی. استعـماري اسلامي پاکستان د دې مخه نیولې ده چې په پښتونخوا يانې افغانیه کې دې پښتو ژبه د پښــتنو په هویت سازۍ کې اغیزمن رول ولوبوي. په هند کې د مغلو د واکمنۍ له برکته اردوژبه چې په برتانوي پاکستان کې د اووه عشاریه درې سلنو (۷،۳٪) وګړو(مهاجرو) ژبه ده په دغه هېواد کې ملي او اسلامي ژبې ته جګه شوې ده.خو په برتانوي پاکستان کـې پښتو ژبې د دې وس و نه میــنده چې د قدرت په قــلمرو کې د برخـې خـاونده شــي. په پایله کی مې د بحث تـنسته رالڼـډه کړې ده او په ښکېل شوي افــغــانستان کې د ژبــې د کــړکېچ د حـل لپاره مې خــپلې ماتــې ګــوډې سپـا رښتــنې وړاندې کړې دي.

ګوندې زما دا کتاب ګوټی په افغانستان کی د ژبې د احساسي مسلې منطقي بحث ته لار پرانیزي او په دې ډول د علمي بحث په رڼاکې د حل لار ولټوله شي. وروري به کوو، حساب تر منځ. «له کور او کلي ووځه،خو له نرخه مه وځه !» افغانان باید د نورو ملي ټولنو له واقــعــیتونــو نه نــوکې زده کړه وکړي. نږدې لس کلونه وړاندې د ۲۰۰۰زییـز کال په پسرلي کې د اسلامي ایران ولسمشر مــحمد خاتمي د ایران په شمال کې د ګورګیانو غوڼـډې ته په وینــا کې په دې ټکي ټیــنګار وکړ چې:« دریـــن دنیــــا نـــمی تـــوان از کــــثرت صـــرف نــظـر کــــرد.» ولـــولئ: رحـمت ربی زیرکیار، ملي ستم، ملیت او خـــراســان. خــپروونکی: د پښــتني کلتــور د ودې ټولــنه-جرمني،د خــپرونــو لړۍ ۱۲. چـــــاپځــي: ملت پريــس، لاهــــور. د چـــاپ کــال: ۱۳۸۰لمریز/۲۰۰۰ زیـــیز، ۱۱۹ مــخــونه، دلـــته ۲مـــخ

دسمبر /۱۲ /۲۰۱۰= ۲۰ لیندۍ(قوس)/۱۳۸۹ زرڅـېـړۍ،کلیفورنیا، امریکا

ډاکټر زیرکیار

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه