دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه



ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې

داټوکه ده ،په بله یې وانه ړؤۍ

‏2010‏، 18‏، مارچ‏، پنجشنبه
وایي یوه کؤنډه دملانصرالدین ګاونډۍ وه ، کومه ورځ یې غواغړوندې شکؤلې و اود کورپه انګړکی دتوت لاندې داوبوپه غټه چاټۍ کی یې ښکرنښتي وو . کونډې پرې خپل وس کړې و خوڅه ګټه یې نه وه کړې نودحؤېلۍ په دېوال یې د خپل ګاونډي ،ملانصرالدین کورته سرورښکاره کړې و اوملاصېب ته یې داسې غږکړي و: استاذه ! هله زرراشه اوزمونږدغواسرله چاټۍ راخلاص کړه . نوره قیصه یې داسې کړېوه: بس زمادغږسه سم ملاصېب دوه خپلې ، دوه پردۍ کړې او په خېبله زمونږانګړته راورسېد ، ژبه یې ورته په ؤښکي کی راوایسته اوبې تپوسه دغواپه لکۍ پورې ونښت ، یوه پښې شابېرته اوبله یې دغوالیندوته اړم کړه ، اودغوالکۍ ته زوروۍ ، زه وارخطاشومه ، ماوېل أسې نه چې دغوانم لکۍ ونه باسي ، نوغږمی پی وکه ، ماوېل استاذه داڅه کې ؟ دا څه ځان بېځې بېځې پازابې ، داخوڅه خره نه ده اونه په خټوکی نښتې ده چې په لکۍ پورې اړم شوې یې ، داخوغواده ، ښکرونه یې داوبوپه چاټۍ کی نښتي دي، دغه وته ازاد که . زمادخبرې سه ملا لږخړشوخوراته وې وېل ، ښه پلانکۍ ، داغواوه ، ښکریې نه مالومېدل نوماوېل ګنې خره ده . ماوېل ، دې ته ته وه س ښه اوګوره ، په رڼا ورځ غوااوخره نه پېژني ، په زړه کی می اووېل چې څه به درته اوېم ، قارم راغلې واودملاپه دې کارخندام راله خوځان می کلک که اوورته ومې وېل : ماخوتاته مخکی اووېل چې دغواښکرپه چاټۍ کی نښتي دي، په خبره پېږې کنه ! ملاخبره راستنه کړه اوراتې اووېل چې غم مه کوه پلانکۍ ، هرڅه به خدې وکي ، ته بېغمه شه ، وهس بې دخدې په اوکم درته راازاده کړم . دځانه سه می اووېل چې سړې راته په سووربرابرنه ښکاري خوڅه وکم ، بل څوکم په خواوشاکی نشته چې غږوته وکم ، ناکام دې ، خدې راوستې دې . زه لاپه دې سوچ کی وومه چې ملازرزرلکه چورلنډسکې دغوانه وګرځېد ، بې څوقدمه لرې شو، خپله ږيره یې وګرؤله اوچاټۍ ته أیران دریان ودرېد، دڅه سکوت نې غاړه تازه کړه اوراته وې وېل : پلانکۍ ! ماوېل هه استاذه ، څه وې ؟ هغه وېل ، په کورکی چاقوویاچاړه شته ؟ زړه مې درزوکه ، ساه می ونښته ، ماوېل څه کې ، غواخوراله نه الالې ؟ أغه وېل نه پلانکۍ ، څه ماشوم دته ښکاره شوم . أغه چې داخبره وکله نوزړه می لږشانې ډاډه شو، ماوېل رښتیا څه ورکوټې خونه دې، غټه ږیرې په مخ ده ، دسې کاربه ولې کۍ . بس څه به وېم ، خدې ړنده – کڼه کلم ، دؤړوپلاردې خدای وبخښي دځان سره به یې تېره چاړه په تېکي کی ساتله ، هغه مې وروړه اوبېرته کوټې ته ننؤتم چې ورکوټې ماشوم مې من کم . بس أغه می لږپه شاوټپاو، غلې شواوزه بېرته وو،وتم . د ، وره نه می پښه لابارنه وه ايښې چې بې یې راته نارې کلې : پلانکۍ ! ماوېل څه وې؟ أغه وېل کورکیم چرې غټه غوندی ګټه نشته ؟ بیامې زړه درګ وکه ، دځان سه وګورمېدم ، ماوېل داڅه په بلاأؤښتیم چې کله داراوړه اوکله دا، خوغواده ښکرې نښتي ، وله خلاصې که . ناچاره شومه ، دوړوپلاردې خدې اوبخښي ، ځانلې یوه غټه تبڼه ګټه ساتلې وه ، نسواربې پې مئيده کؤل ، أغه مې وروړه . څه ګورم چې نه ګورم ، دغواسرپه کټۍ کی اوتنې د سره بېله پرته ده اودنیایې په اینولړلې ده . ماوېل استاذه دادې څه وکله ؟ تاخوغواالاله کړې ! غړپ شو، دأغه په مرۍ کی لاړې ونښتې ، ځمکې تې کتل اوپه رینګي اوازيې راته ووېل : يره پلانکۍ ،ډېرسوچ می وته وکه خوڅه په پتې پوی نه شوم نوماوې چې کټۍ رانه ماته نشي نوبس غوارانه پکی ألاله شوه ، بس توکلې لاړې دي بېرتې خولې کی نه شم اچؤلې ، داغلطي رانه وشوه نو، ماپي راته کوه . وس داګټه رادېخواکه چې داچاټې پې ماته کم چې داسرخوتی راوباسم کنه . که خدې یې خونه لتاړه کي ، د سې کانې یې رابانې وکلې چې أمې کټۍ ماته کله اوأمې غواراله ألاله کله اویتیمانانې راته په وچه کېنؤل .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر


که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه