دافغانستان دخپلواکۍ دورځې په یاد
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه
څومره چې درون دورورګلوۍ ژؤندون دې <*>هغسې روڼ دخپلواکۍ ژؤندون دې
چاچې افغان وطن په بل پلورلې <*> دهغه سپک اوجګرخون ژؤندون دې
خدای دابادلره افغان وطنه <*> دهرافغان دزړه ارمان وطنه
ودرېږه ! افغانانوته چاخپل ټاټوبې په تحفه کی نه دې ورکړې بلکه ددې خاورې اصلي وارثان دي . له ډېروپېړیوراهیسې مختلفویرغلګروغلوکوښښ کړېدې چې دامیراث له افغانانوڅخه یاغلاکړي اویایې تری په زورواخلي ، په ناحقه دمیلیونونوافغانانودقتلونواوبې کوریوسبب شوي خوناولي لاسونه یې نه دي برشوي چې افغانستان خپل ملکیت کړي . که ددومره اوږدوخت ، خونړیوجګړواومیلیونونوسرورکؤنووروسته هم دچاسرپه دې نه خلاصیږي چې داوطن ، یانی افغانستان دچاملکیت دې نوهغه سړې بې له شکه یابېعقل دې اویالېؤنې
دعا یه پئغام
له ډېرخفګان سره موخبرترلاسه کړچې دارچي دلېسې پخوانې سرمعلم طاوس خان اخلاق له دې فاني نړۍ څخه ابدي نړۍ ته وکوچېد ،
قالو انالله وانااله راجعون .
زه اوزما کورنۍ دارواښاداخلاق صاحب په ناڅاپي مړینه ډېرغمجن شوي یواودنوموړي دکورنۍ اوټولوخپلوانوسره په دې غم کی ځان شریک ګڼو. زمونږ دعاده چې لوی خدای دې دمرحوم کورنۍ اوخواخوږو ته جمیل صبراودهغه عوضونه ورکړي ، امین
مرحوم اخلاق صاحب په رښتیا په هروخت اوهرځای کی دلوړواخلاقویوه نمونه وه اودکلي اوکوریوقدرمن شخصیت ؤچې ترډېره وخته به زمونږ هېرنه شي .
مرحوم اخلاق صاحب لکه زمونږ په څېردشوروي یرغل له لاسه مجبورشوچې خپله ځمکه اوکورپرېږدي اوپه باجوړکی دافغان کډوالوپه کیمپ کی دمهاجرت ستونځې وګالي ، مرحوم هلته هم له ښؤونې لاس وانه خیست اودمهاجروپه یوه لیسه کی په دنده وګمارل شواوڅوکاله مخکی دخپل ټاټوبي سره دنه هېرېدونکې مینې په درلودوخپل کوراوکلي ته ستون شو، خومرګي ورته زیات وخت ورنه کړاوڅه موده وړاندې په ناڅاپي توګه ومړ. خدای دې دټولوهغودرنومشرانواوکشرانوسره وبخښي چې اوس زمونږ په څنګ کی نه دي اویاددې تل تازه وي
واحدمشواڼې
اشتراک در:
نظرات پیام (Atom)
که ته راځې نوپسرلوسره راشه
خودرته نه وایم چې سپوسره راشه
ګوره چې تش لاسونه رانشې بیا
ترخه رانه وړې له خؤږوسره راشه
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر